لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګاونډیو ملکونو ته د کرونا وایرس په خورېدو کې د ایران قصور څه دی؟


په ایران کې اوس دستي د کرونا وایرس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۶۸۵ تنانو ته رسېدلې ده
په ایران کې اوس دستي د کرونا وایرس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۶۸۵ تنانو ته رسېدلې ده

کارپوهان وایي چې د کرونا وایرس په مقابله کې د ایران کمزوری او بې پروا غبرګون د دې لامل شوی چې دا وایرس دې د ایران ګاونډیو ملکونو ته خور شي.

ایران چې په منځني ختیځ کې د کووېد-۱۹ یا کرونا وایرس د خورېدو مرکز ګڼل کیږي، په لومړي ځل یې د فرورۍ پر ۱۹مه، د قم په ښار کې د کرونا وایرس اوله پېښه رپوټ کړله. قم د شیعه ګانو د زیارتونو یو ښار دی چې د سرښار تهران څخه ۱۴۰ کیلامټره جنوب اړخ ته پروت دی. دا شمېره په یوه میاشت کې، د صحت نړېوال تنظیم (ډبیلو اېچ او) په وینا، ۱۹۶۴۴ تایید شویو پېښو ته ورسېده او کم از کم ۱۴۳۳ کسان په ایران کې له دې وایرسه مړه شول.

په داسې حال کې چې ایرانیانو پارلمانی انتخابات ترسره کول، ایراني چارواکو په اوله کې د کرونا وایرس د خورېدو خطره وړه وبلله. کارپوهان وایي انتخابات ددې سبب شول چې وایرس نور هم په تېزۍ خور شي.

سېت فرانتزمن چې د منځني ختیځ په مرکز کې د رپوټونو او څیړنې د برخې مشر دی، وایي: "د ایراني رژیم دا فیصله چې په قم او تهران کې د فرورۍ په اواسطو کې د کرونا وایرس د خورېدو په اړه معلومات سېنسر کړي، د دې سبب شو چې له ایران څخه خلک دا وایرس نیغ په نېغه نورو ملکونو ته انتقال کړي، لکه لبنان، عراق، بحرین، قطر، کویت، او ښایي ترکيه او نورو ملکونو ته."

ایران په سیمه کې د کرونا وایرس د خورېدو لوی مرکز ګڼل کیږي
ایران په سیمه کې د کرونا وایرس د خورېدو لوی مرکز ګڼل کیږي

د پاکستان، افغانستان، لبنان، عراق، کویت، او بحرین په شان ملکونو کې چې د کرونا وایرس اولنۍ پېښې پیدا شوې، نو هغوی هغه کسان و چې ایران ته یې سفرونه کړي و.

فرانتزمن وي او اې ته وویل: "دا پېښې یو د فکرمندۍ وړ ټکي ته اشاره کوي، هغه دا چې ایران ته په کار وه هغو ملکونو ته یې د خطرې په باب خبرداری ورکړی و کوم چې ایران سره یې سرحدونه لرل یا یې تر منځ پروازونه کېدل."

د سپاه پاسداران انقلابي دستې دخالت

څنګه چې په ایران کې د کرونا وایرس خورېدلو زور واخیست، نو د ایران چارواکي دې ته اړ شول چې د دې بیمارۍ د مقابلې دپاره سنجیده ګامونه پورته کړي.

د ایران د صحت وزارت تېره میاشت د "کرونا وایرس سره د مقابلې او مخنیوي قامي مرکز" د جوړېدو خبر ورکړ. ویل کیږي چې دې مرکز، د خپل مهم له مخې، ۳۰۰۰۰ ټیمونه چې د ایران د انقلابي دستې (سپاه پاسداران) تر نظر لاندې به کار کوي، وګومارل چې په ټول ملک کې کور په کور د کرونا وایرس څار وکړي.

د سپاه پاسداران چارواکو تېره میاشت وویل چې د دوی ځواکونه به د کرونا وایرس د خورېدو په مقابله کې غټ رول ادا کړي.

حسین سلامي چې د سپاه پاسداران مشر کمانډر دی، ویلي چې شاوخوا شپږ نیم لاکهه د سپاه پاسداران او بسیج ځواکونه په ټول ایران کې له جراثیمو څخه د عامه ځایونو په پاکولو یا تعقیم کولو لګیا شوي دي، او زرګونه نور له طبي ټیمونو سره د کرونا وایرس د مثبتو کېسونو په پیدا کولو کې مرسته کوي.

ایران وایي د سپاه پاسداران ډله هم د لارو کوڅو د جراثیمو په پاکولو کې مرسته کوي
ایران وایي د سپاه پاسداران ډله هم د لارو کوڅو د جراثیمو په پاکولو کې مرسته کوي

خو د ایران زیاتره فعالانو او د صحت د برخې کارپوهانو د سپاه پاسداران د مشرانو په کړنو خپله ناخوښي څرګنده کړې ده. هغوی وایي د سپاه پاسداران کسان د کرونا وایرس د مقابلې دپاره نه لازم وسایل لري او نه هم لازمه پوهه.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټیټیوټ د ایران د چارو یو څېړونکی الېکس واتانکا وایي: "په ایران کې د کرونا وایرس سره مقابله کې د سپاه پاسداران کوششونه ژور او بنیادي ندي، مګر نمایشي بڼه لري. هغوی کوشش کوي وښیي چې په مقابله لګیا دي او د خلکو قناعت حاصل کړي."

د سرحدونو ور ها خوا

د ایران انقلابي دسته (سپاه پاسداران) په منځني ختیځ ملکونو لکه شام، یمن او عراق کې په جنګونو کې ښکېله ډله ده. د دې زیاتېدونکو اندېښنو سربېره چې ممکن د سپاه پاسداران چارواکي، کرونا وایرس نورو ملکونو ته هم خور کړي، ویل کیږي چې دا ډله اوس هم په سیمه کې خپل فعالیتونه جاري ساتي.

څېړونکی فرانټزمن وایي: "د ایران سپاه پاسداران په پټو هوایي او ځمکنیو لارو باندې وسلې او ملېشې په ټوله سیمه کې انتقالوي او دا کار هم د کرونا وایرس د خورېدو له وجهې د فکرمندۍ وړ دی، ځکه پر دې ډول سفرونو باندې نظر نه ساتل کیږي."

رپوټونه وایي چې په شام کې د ایران د سپاه پاسداران د افسرانو د نوې جوپې تر رسېدو وروسته، د شام په ديرالزور او لاذقیه ښارونو کې لسګونه کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي. ځایي رسنۍ د دې کېسونو ‌ذمه واري، د ایران پر سپاه پاسداران اچوي.

افغانستان او پاکستان

افغانستان له ایران سره ۹۲۰ کیلامټره شریکه پوله لري. افغانستان د مارچ تر ۲۲مې، د کرونا وایرس ۴۰ تایید شوي کېسونه رپوټ کړل چې اکثره دا بیماران له ایرانه راستانه شوي افغانان دي.

که څه هم د فرورۍ پر ۲۳مه او ۲۴مه د افغانستان او ایران سرحد وتړل شو، خو وروسته بېرته پرانېستل شو او اوس پرانېستی پاته دی. چارواکي وايي د سرحدي دروازو تړل ګټه نه لري، ځکه د ایران او افغانستان ترمنځ زیاتې ناقانونه لارې هم شته چې خلک پرې اووښتی شي.

د ملګرو ملتونو وینا ده چې په تېره یوه میاشت کې، قریب یو لاک افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې راستانه شویو افغانانو نه علاوه، د ایران سپاه پاسداران په افغانستان کې د خپلو کسانو او نیابتي ډلو له طریقه فعالیت لري. خو په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر د جنوبي ایشیا یو څېړونکي مایکل کوګلمن وي او اې ته وویل: "یقینأ چې د ایران سپاه پاسداران هم د بل هر تنظیم په شان زیانمن کېدونکې ده، نو بالکل کرونا وایرس به په یو قسم د هغو فعالیت هم اغېزمن کړي."

ملګري ملتونه وایي چې په زرګونه افغان مهاجر په تېرو څو هفتو کې افغانستان ته ستانه شوي دي
ملګري ملتونه وایي چې په زرګونه افغان مهاجر په تېرو څو هفتو کې افغانستان ته ستانه شوي دي

بل اړخ ته پاکستان هم له ایران سره ۹۵۹ کیلامټره ګډه پوله لري چې پر دې سرحد، د تلو راتلو دوه لارې دي: د تفتان – ميرجاوه لار او د پیشین – مند لار.

په پاکستان کې هم چې د کرونا وایرس اولنۍ پېښې راښکاره شوې، نو اکثره هغه کسان و چې ایران ته یې سفر کړی و.

د تفتان له لارې زرګونه پاکستاني زائرین چې ایران ته تللي و، پاکستان ته په ستنېدو سره په تفتان کې د کرونا وایرس د خورېدو له وېرې یوه موده قرنطینه کړی شول.

په کوټه کې د سیاسي چارو څېړونکی سید علي شاه وایي، که د مرکزي حکومت تر فشار لاندې د بلوچستان حکومت له ایران سره د تفتان پوله نه وای پرانیستې نو په پاکستان کې به کرونا وایرس دومره په بیړه نه وای خپور شوی:"له ایرانه هره ورځ په زرګونو خلک اوس هم په غیرقانوني را اوړي خو حکومت د دغو خلکو هیڅ طبي معاینه نه کوي او نه یې له حکومت سره څه ریکارډ شته".

د پاکستان، افغانستان،‌ ایران او هند تر منځ ټولې پورې دا مهال د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر بندې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG