د ایران سرکاري میډیا وائې د سنې یاغې ډلې جندالله ١١ غړو ته د ځانمرگې برید ترسره کولو په جرم پانسې ورکړی شوې ده.
د انصاف د محکمې صوبائې چارواکی ابراهیم حمیدي وائي ١١ واړه کسان په ازاده او منصفانه مقدمه کې مجرمان ثابت شول اوددې ورستو ورته د گل په ورځ په شمال جنوبي زاهدان ښار کې پانسې کړی شول.
ایراني چارواکې وائي ١١ واړه کسانو د شورو په ورځ شوې سیستان بلوچستان صوبه کې په دوه برغه ځانمرگي بریدونو کې لاس لرلو. په دغه حملو کې ٣٩ کسان وژل شوې ؤ. حمله کونکو د عاشورې د پاره راجمعه شوې شیعه مسلمانانو غونډه په نخښه کړې وه.
ددې نه وړاندې ایران د جندالله مشر عبدالما لک ریگي ته سږکال د جون په میاشت کې پانسې ورکړې ده. او د عبدالمالک ریگي د پانسۍ نه یوره ورځ وړاندې د هغه رور عبدالحمید ریگې هم ایران پانسې کړی ؤ.
تیره میاشت امریکې جندالله یو ترهگر تنظیم اوگرځولی ؤ. امریکائې چارواکې وائي د کال ١٩٩٣ راهسې جندالله یو شمیر د ترهگرۍ کاروائې ترسره کړې دي چې پکښې بمې چاودنې، ځانمرگي بریدونه او هدفې وژنې شاملې دي.