د ایران مشر مرکچې د اروپائې اتحاد یا یورپیئن یونئین د خارجه چارو مشرې سره د خپل هیواد لانجمن ایټمي پروگرام په سره په جنیوا کې مزاکرات شورو کړې دي.
سعید جلیلي د اروپائې اتحاد د خارجه څانگې مشرې کیتهرین اشټن سره سره د امریکې، چین، روس، چین، فرانس او د جرمني سفارتکارانو سره جنیوا کې لیده کاته کړې دي.
د ایران سرکاري مطبوعات وائې په لیده کاته کې جلیلي تیره هفته د ایران ایټمي سائس پوهه په وژنه سخت احتجاج کړی دی. ایراني چارواکې وائې سائنس پوهه اسرئیلي ایجنټانو وژلی دی.
بل خوا د یونان سفر په مهال د ایران خارجه وزیر منوچهر متقي امید څرگند کړی چې په جنیوا کې خبرې اترې به جاري وساتلی شي او ددې به مثبت نتیجې رامنځته شي.
په تیر یو کال کې د ایران ایټمي پروگرام په سر دا وړمبي مزاکرات دي خو د مزاکراتو نه امیدونه ډیر لږ دي خو پوهان وائې د جنیوا مزاکراتو به ترڅ کې باید مزاکرات جار وساتلی شي.
جنیوا کې د مزاکراتو یوه ورځ وړاندې د ایران د ایټمي توانائې پروگرام مشر علې اکبر صالحي وئیلې چې هیواد يي د ایټمي خشاک ټول عمل په هیواد کې دننه ترلاسه کیدونکې وسائلو باندې معموره دی او د یورینیئم کانسنټریټ یا د یورنیئم مغز یلو کیک وړمبۍ برخه په هیواد کې دننه تیاره کړی شوې ده.
صالحي دغه اعلان د اتوارپه ورځ په سرکاري ټیلې ویژن کړی دی خو هغه نه دي ویئلې چې یلو کیک کله تیار کړی شوې دی.
د برطانیي سرښار لندن کې د څیړنې ادارې انټرنیشنل انسټیټیوټ فار سټریټیجک سټډیز، مارک فټزپیټرک د صالحي په ادعا د شک څرگندونه کړې ده چې گوندې ایران د ایټمي خشاک په عمل کې په کور پوره دی. هغه وائې پوهان گڼې چې ایران به یلو کیک نومې مواد تیار کړی وي خو ددې کچه ډیره لږه ده.
ایران وائې د ایټمي پروگرام مقصد يي بجلې پیدا کول دي خو د سپینې مانړۍ یو چارواکی مائیک هیمر وائې د ایران لخوا ورستي اعلانات د ایران د ایټمي پروگرام په حقله نورې پوښتنې راپورته کوي.