د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف به د جمعې په ورځ په ویانه کې د جرمني، فرانس، چین، روس او د برطانيي خارجه وزیرانو سره په کال ٢٠١٥ کې شوې د هېواد د ایټمي پروگرام په اړه خبرې کوي.
د اسټریا په سرښار کې د ایران او د غربي قوتونه غونډه په داسې مهال کېدونکې ده چې د اېران د اېټمي لوظنامې بل اهم فریق، امریکې ، د معاهدې نه د وتلو اعلان کړی دی او د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ایران د اقتصادي بندیزونو د بیا پرځای کولو تیاری کوي.
صدر ټرمپ ویلي ایران سره شوي معاهده د ایټمې وسله په تکل کې د ایران مخه نه نیسي. ایران وايي د ایټمي پروگرام هدف یې وسله جوړول نه دي.
ایران سره د امریکې د معاهدې د ماتولو باوجود روس، چین، فرانس، برطانیه او جرمني اېټمي لوظنامه پرځای ساتل غواړي.
یو پورپي سفارتکار د فرانس خبری ادارې ای ایف پي ته د جمعې په ورځ کېدونکې غونډې په اړه وویل چې پکې به په هغه اقتصادي مراعاتو غور کولی شي چې یورپي هېوادونه په دې خاطر ایران ته ورکول غواړي چې تهران د کال ٢٠١٥ اېټمي معاهده پرځای وساتي.
یورپي سفارتکار چې ای ایف پي سره یې د نوم نه څرگندولو په شرط خبرې کولې، ایران ته د وړاندې کیدونکې اقتصادي کمک جزیات واضحه نکړل.
بلخوا د ایران صدر حسن روحاني ویلي یورپي هېوادونه چې کومه اقتصادي مرسته ایران ته ورکول غواړي دا ناکافي ده.
د ایران د سرکاري خبري ادارې ایرنا ترمخه، ښاغلي روحاني دغه څرگندونې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د فرانس صدر ایمینویل مېکران سره په ټېلې فون خبرو کې وکړې.
د ایرنا ترمخه، حسن روحاني اېمېنویل مېکران ته وویل چې د یورپي هېوادونو اقتصادي پنگه د ایران غوښتنې نه پوره کوي.
د ای ایف پي خبري ادارې د رپورټ نه دا نه څرگنديږي چې اېمینویل میکران ایراني صدر ته په جواب کې څه وویل.
د امریکې، روس، چین، جرمني، فرانس او برطانيي سر د هېواد د اېټمي پروگرام په سر د کال ٢٠١٥ معاهده حسن روحاني په صدارت کې لاس لیک شوي ده.
د ایران سخت دریځه زاړه پاله د معاهدې په سر په حسن روحاني سخت تنقید کوي، په هغه د غربي نړۍ سره د مذاکرتتو او د هېواد اقتصاد ته د نقصان رسولو الزام لگوي.
د کال ٢٠١٥ د معاهدې د لاندې ایران د یورینیم جوړولو کار وتړلو او په دې راضي شو په هېواد کې موجود تیار یورینیم دې روس ته منتقل کړی شي. په بدل د امرېکې په شمول مغربي قوتونو په ایران لگولې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.
صدر ټرمپ د ایران سره شوي معاهدې سخت مخالف دی او د مۍ په میاشت کې یې د لوظنامې نه د وتلو اعلان وکړو. صدر ټرمپ غواړي چې په نوي معاهده کې د ایران د مزایلو په پروگرام هم پابندۍ ولگول شي.
ایران سره د معاهدې د ختمولو ورسته، امریکا په تهران اقتصادي پابندۍ د بیا پرځای کولو تیاری کوي.
د گل، دوشنبې، په ورځ امرېکې هغه تگلاره اعلان کړه چې ترمخه به یې د ایران د بېنکونو او د توانايي په نظام سختې پابندۍ بیا پرځای کړی شي. یو امریکايي چارواکي وویل په ایران تر دې حد پورې فشار زیاتول غواړي چې د تېلو امدن یې صفر ته ورسي.
امریکې خبرداری کړی چې په هغه هېوادونو به هم پابندۍ ولگوي چې د امریکې د پابندیو په مهال د ایران سره لین دین کوي.