لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د لوړې کچې پوځي عملیات


د پاکستان امنیتي ځواکونو د اتوار/یکشنبې په ورځ د ايران له سرحد سره جوخت د ضلع کيچ په اړوندو سيمو کې عملیاتو پیل کړل چې په کې د گڼ شمیر ځواکونو ترڅنگ، جنګي هيلي کاپټران هم کارول کیږي.

چارواکو وويل دغه عمليات د کيچ د تګران او د زامران په بيلا بيلو سيمو کي روان دي او د امنيتي ځواکو له لوري د دغي سيمي ټولې خارجي او داخلي لارې تړلي شوي دي او هوايي ځواکونه هم ورسره په عملیاتو کې شریک دي. د بلوچستان په ضلع کیچ کې د روانو عملیاتو له امله تر اوسه د تلافاتو شميره نه ده څرګنده شوې.

عيني شاهدانو ویلي چې سيمي ته په ډير ګڼ شمير امنيتي ځواکونه روان شوي دي. سرچينو وويل چي په دغو عملياتو کي د یادې سیمې زیات شمير ځوانان نیول شوي چې د تیرې جمعې د برید په اړه ورڅخه پلټنې روانې دي.

دا عمليات حکومت له هغه ورسته پيل کړل کله چي دري ورځي وړاندې د ايران سرحد ته نږدې د کيچ د تربت د واکۍ په سيمه کي د وسلوالو په بريد کي شپږ مليشه عسکر وژل شوي، او د يوه کپټن په شمول، ۱۴ عسکر ټپيان شوي و.

د دې پیښې مسوولیت د بلوڅو لغوه شوي وسلوال سازمانونو (بلوچستان ليبريشن فرنټ، بلوچ ليبريشن ارمي او بلوچ ریپبلین گارډونو) پر غاړه اخیستی و او دعوه یې کړې وه چې دا د دوی ګډ عمليات و.

د تيري جمعې په ورځ د يران له پولي سره د پاکستان د ملیشه ځواکونو پر ګزمو باندې د ايران له خاورې څخه د ناڅرګنده وسلوالو بريد شو چي په غبرګون کې یې څلور وسله وال وژل شوي و. د چارواکو په وينا د وسله والو شميره ۳۰ ته نزدې وه.

په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په رسمي ډول د ايران سفير راطلب کړ او د دې پېښې غندنه یې وکړه اوغوښتنه یې وکړه چې د ایران خاوره باید د پاکستان په ضد ونه کارول شي، او د ترهګرو دغه ډول بریدونو دې ودرول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG