د پاکستان په سفر تللي د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ د پاکستاني چاوراکو سره د دواړو گاونډي هېوادونو په تعلقاتو او په خلیج فارس کې د امریکې او ایران ترمنځ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي خبرې وکړې.
جواد ظریف د پاکستان سفر په داسې حال کې وکړو چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې په سیمه کې د ایران د فعالیتونو په ترڅ امریکا به منځني ختیځ ته اضافي ځواکونو لیږي چې په سیمه کې د وړاندې څخه موجودو امریکايي عسکرو تحفظ وکړي.
په واشنگټن کې د خبریالانو سره لیدنه کې صدر ټرمپ د وي او ای د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ایران خپل صلاحیتونه گړندي کړي دي.
په خلیج فارس کې د امریکې او ایران ترمنځ تاوتریخوالی د صدر ټرمپ د دې فېصلې وروسته زیات شوی چې غواړي د ایران د تېلو صادرات صفر ته ورسوي. امریکې په سیمه کې خپل عسکر زیات کړي او امریکايي صدر ویلي دا گامونه د ایران دلاسه راپورته شوي خطرونو په ځواب کې اخیستل شوي دي.
د زیارت په ورځ پاکستان ته د رسېدو وروسته د ایراني مطبوعاتو سره خبرو کې جواد ظریف په سیمه کې ورستی صورتحال "خطرناک" وبللو.
د جمعې په ورځ جواد ظریف د خپل پلاوي په مشرۍ کې د خپل پاکستاني هم منصب شاه محمود قرېشي او بیا د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ولیدل او په دوه اړخیز تعلقاتو او د سیمې په حالاتو یې خبرې وکړي.
ایران ته د ستنېدو نه وړاندې ایراني خارجه وزیر د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره هم ولیدل او د مامورینو له قوله دواړو چارواکو په مشترکه مفاداتو او د سیمې په حالاتو خبرې وکړې.
پاکستان ویلي په خلیج فارس کې په موجوده کړکیچ کې به بې طرفه پاتېږي او د سیمې صورتحال یې د تشویش وړ بللی دی.
اسلام اباد ویلي په خلیج فارس کې د جنگي بحري بېړې او د اضافي بمبار جهازونو پرځای کولو د امریکې د فیصلې په نتیجه کې د منځني ختیځ نازک صورتحال نور هم کړکیچن شوی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل پاکستان غواړي چې د منځني ختیځ په کړکیچ کې ښکېل فریقین د ضبط نه کار واخلي ځکه چې د معمولي غلطۍ په نتیجه کې هم د کړکیچ کچه لا نوره زیاتېدی شي. د خارجه وزارت ترجمان وویل پاکستان غواړي چې فریقین دې د خبرو دلارې خپلې مسلې حل کړي.
اسلام اباد ته د جواد ظریف د سفر په مهال د دواړو هېوادونو په مشترکه سرحد د امنیت په انتظاماتو هم د خبرو توقع کېدله.
ایران او پاکستان ٩٠٠ کلومېټره اوږده پوله لري، خو دواړه هېوادونه په پوله د امنیت په اړه د یو بل نه گېلې لري. ایران وايي په پاکستان کې میشته سني وسلې والې ډلې د ایران دننه حملې ترسره کوي او پاکستان وايي بلوڅ بېلتون خوښې ډلې په ایران پک پټن ځایونه لري د هغه ځای څخه په پاکستان کې حملې ترسره کوي.
څېړونکي وايي د ایران او پاکستان پوله د نشۍ توکو او په غیرقانونی توگه یورپ او منځني ختیځ ته د خلکو د تگ لاره هم ده.
تېره میاشت د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ایران دوره وکړه او د ایراني صدر حسن روحانی سره یې په دوه اړخیزو تعلقاتو، تجارت او د امنیت په موضوع خبرې وکړي.
حسن روحاني وویل د عمران خان سفر به د ایران او پاکستان تعلقات په ښه کولو کې اهمه نقطه ثابته شي.