پاکستان
په نومبر کې د ایران د تېلو د نرخونو سېوا کولو سره پاکستان ته سمگلینگ ختم نه شو

د ایران اسلامي واکمنو په نومبر کې د تیلو قیمتونه سوا کړل چې په هیواد کې یې خونړۍ بې قراري پیدا کړه . د دغه لانجمنه پریکړې پاکستان ته د تیلو په سمگلینگ هم اثر او نه شو ځکه چې سمگلرانو د پیټرولو په ځای د ډیزلو سمگلینگ شورو کړو.
په ایران کې د تیلو نرخونه د واشنگټن په تهران د معاشي بندیزونو ورستو ختلي وو. د امریکاي چاوراکو تر مخه د تیلو د نرخونو ختلو سره په ایران کې سختې مظاهرې شورو شوې.
ایراني چارواکو مظاهرچیان وچقول چې پکې 1500 کسان اووژل شول. ایراني چارواکي واي په دغو شمیرو کې مبالغه شوې ده خو سمې شمیرې څه دي؟ دا یې نه دي ښودلي.
د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا په دسمبر 17 ويلي وو په نومبر کې د تیلو د نرخونو سوا کولو سره تمه پیدا کیدله وه چې د ایران په پوله به سراسري د سمگلینگ مخ اونیول شي. په دغه خبر کې د ایران په سویل ختیز سیستان او بلوچستان کې د تیلو د سمگلینگ د څارنې د یو چارواکي مجيب محيبي په حواله ليکل شوي وو څومره سمگلينگ چې پاکستان او افغانستان ته پخوا کیدلو د تیلو د نرخونو سوا کولو ورستو هم هغه شان روان دی.
یو چارواکي ويلي دي افغانستان او پاکستان ته روزانه پینځه میلینه تیل سمگل کیږي.
د پاکستان د سرکاري ادارې پاکستان سټیټ ایل یو اعلا چارواکي وي او ای ډیوه ته ويلي دي چې د ایران نه په لویه کچه پاکستان ته ډیزل سمگل کیږي چې ټول هیواد ته رسي.
په پاکستان کې د پاکستاني ډیزلو د بیعې په مقابل کې دغه ډیزل ډیر ارزان دي.
د پاکستان په بلوچستان کې په لویه کچه په وړو وړو دوکانونو کې دغه ډیزل ښکاره خرسیږي.
ډیوه ته د تیلو یو دوکاندار بایزید خان اوویل د پاکستاني ډیزلو په پرتله په ايراني ډیزلو کې ډیره گټه ده.
See all News Updates of the Day
کراچۍ: سي ټي ډي د افضل خان لالا په کور برید کې ککړ د تحریک طالبان د مطلوب ترهګر نيولو دعوه کړې

د پاکستان د کراچۍ ښار سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې، د تحریک طالبان انتهايي مطلوبه ترهګر د سوات د مټې علاقې امير یې نيولی او په غټه کچه وسله یې ترې ترلاسه کړې ده.
پوليس دعوه کړې، نيول شوی عزتمند د پلار نوم یې اسفنديار خان، د پخواني وزير افضل خان لالا په کور او يو شمېر نورو حملو کې ککړ وو.
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات وتلی پښتون قام پرست سیاسي مشر او تاریخ پوهه افضل خان لالا چې په خان لالا مشهور وو، د مټې علاقې په بره درشخېله کې یې په کور په کال 2008 طالبانو څو ځله بريدونه کړي وو.
سي ټي ډي دعوه کړې، نيول شوي مطلوب ترهګر عزتمند ويلي، "په خواجه چيک پوسته یې حمله کړې درې پوځيان وژلي، د مټې په پوليس تاڼه یې حمله کړې وسله یې لوټ کړې، د پخواني وزیر افضل خان لالا په کور یې حمله کړې په هغې کې مفرور وو".
د سي ټي ډي په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي، "هغه (عزتمند) د اېف سي په کېمپ حمله او قبضه، د کانجو هوايي اډې په حمله او قبضه، په سخره علاقه کې د ځايي خلکو سره نښته چې پکې 15 کسان وژل شوي، په سخره کې فضل الحق کالج په پوځي کېمپ حمله او قبضه، درشخېلې په پوځي چيک پوسته حمله او قبضه، د باغ ډېرې په پوځي چيک پوسته قبضه او ګبين جبه کې د پوځ سره مقابله کې ککړ پاتې شوی دی".
سي ټي ډي ویلي، "د هغه د ولقې نه په غټه کچه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي، او نورې اښتنې پوښتنې ترې روانې دي او د هغه د ملګرو د لټون دپاره چاپې وهل کيږي".
د سي ټي ډي ترمخه په هغه د سوات د مټې تاڼه کې د ترهګرۍ ضد مادې د مقدمې سره يو شمېر نورې مقدمې درج دي او مطلوب وو.
په سوات کې د پاکستان پوځ د کال 2009م د مې په میاشت کې د طالبانو پرضد وروستي عمليات کړي او په دریو مياشتو کې یې سوات د طالبانو نه د پاکولو دعوه کړې وه.
د پوځي عملياتو له امله د سوات نه د لکونو په شمېره کې خلک د سيمې نه وتلی وو.
د پوځي عملياتو وروسته هم په سوات کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې شوي او تېر کال هلته بيا وسله وال ښکاره شوي او ټي ټي پي هلته د بمي چاودنې او نورو کسانو د وژلو زمه وارۍ هم منلې وې.
په سوات کې د تېر کال 2022م د اګست په میاشت کې د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات کې د امن دپاره مظاهرې شوې وې.
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزير سره ليدلي

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ويسټ د پاکستان د بهرنيو چارو د نګران وزير جليل عباس جېلاني سره ليدلي دي.
له دې وړاندې تامس ويسټ ويلي وو، د پينځم نه تر 15 دسمبر پورې د پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عرب سفر کوي.
نوموړي په اېکس (پخواني ټویټر) په پښتو ژبه پوسټ کړی او ويلي يې وو، په سفر کې "له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تامس ویسټ او جليل عباس جېلاني د ليدنې په حواله په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي،
"د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او پرمختګ د ودې دپاره د اجتماعي نقطه نظر په ارزښت ټينګار کړی او په دغه لړ کې یې د نړیوالو همکارانو سره د پاکستان د ژمنې یو ځل بيا تاييد کړی دی".
امريکې او پاکستان د دغه ليدنې په اړه تراوسه نور څه نه دي ویلي.
د افغانستان دپاره د امريکې ځانګړي استازي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی، چې د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو، پاکستان د پښتون ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې د واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
پرون په اووم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، "پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيان د ملک په امنيت او اقتصاد بدې اغېزې کوي، او د ملک په ګټه حکومت د دوی د بيرته لېږلو پرېکړه کړې ده".
د وي او اې د خبر ترمخه، دوه ورځې وړاندې يو پاکستاني چارواکي ويلي وو، امریکا د پاکستان نه د غېرقانوني افغانانو په ستنول کېدو اعتراض نه لري خو غوښتنه يې کړې چې د ژمي په موسم کې دې دا لړۍ ورو کړی شي.
په پينځم دسمبر د امریکايي چارواکو يوې ډلې د پاکستاني مامورینو سره په اسلام اباد کې د 1.7 ميلينو افغانانو د ستنول کېدو په اړه خبرې کړې وې.
د امریکايي ډلې مشرې د ابادۍ، کډوالو او د مهاجرت دپاره د امریکايي ادارې نایب سېکرېټري جولېیټا والز نویس کوله.
امریکايي ډلې سره د پاکستاني چارواکو په مذاکراتو خبر یو پاکستاني چارواکي ويلي وو، د امریکايي چارواکو کوشش وو چې د هغو 25000 افغانانو ستنول ودروي چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته تللي او په ممکنه توګه په امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري.
جولېیټا والز نویس او د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دواړو د ليدنې په باب ټويټس کړي او ويلي يې وو، "د افغان کډوالو، خونديتوب او بيا مېشتېدنې په حواله یې خبرې اترې" شوي دي.
د ډېنمارک پارلېمنټ په ولسي ځایونو کې د قران او نورو مذهبي کتابونو په سوزولو پابندي ولګوله

د ډېنمارک پارلېمنټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو قانون منظور کړو چې ترمخه به یې په ولسي ځایونو کې قران او نور مقدس مذهبي کتابونه سوزول غېرقانوني اقدام وي.
د ډېنمارک پارلېمنټ دغه قانون پس له دې منظور کړی چې د قران د سوزول کېدو په ضد د مسلمانانو په ملکونو کې د احتجاجونو وروسته د ډېنمارک د امنیت په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.
په ډېنمارک او سویډن کې د قران د سوزول کېدو یا قران ته د نقصان رسوول کېدو خلاف د احتجاجونو او د اسلامي ملکونو سره د دواړو ملکونو د تاوتریخوالي پېدا کېدو وروسته دا غوښتنې کېدلې چې د قران د سوزولو په عمل دې پابندي ولګول شي.
ډېنمارک غوښتل چې د ایین دلاندې ورکړی شوي د رای د ازادۍ چې په کې په مذهب تنقید هم شامل دی او د قومي سلامتیا ترمنځ توازن وساتي. دا په داسې حال کې چې د قران سوزول کېدل په د اسلامي وسله والو حملې راوپاروي.
په ډېنمارک او سویډن کې د ناقدینو دلیل وو د مذهب په ازادۍ، چې په کې د قران سوزول هم شامل دی، قدغن به په سخت زیار ترلاسه شوي شخصي ازادۍ کمزوري کړي.
اېنر سټاجبرګ، د ډېنمارک ډېموکرېټس نومې پارټۍ چې د مهاجرت مخالفت کوي، د نوي قانون مخالفت وکړو. هغه وویل تاریخ به "زمونږ په اړه سخته فېصله کوي."
هغه وویل "خبره دا ده چې ایا په بیان د ازادۍ تعین مونږ خپله کوو او که د بهر نه ( د بل چا ) په وېنا."
د ډېنمارک حکومت د نویو قوانینو دفاع کړې، ویلي یې دي چې دا به د رای په ازادۍ ډیر اثر و نه لري او په نورو قانونی طریقو به په مذهب تنقید کېدلی شي.
حکومت ویلي د نوي قانون په خلاف ورزۍ جرمانې او تر د دوو کلونو پورې د قېدا سزا کېدلی شي.
ملګري ملتونه: له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال د بشري حقونو له شدیدو سرغړونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی هغه افغان کډوال چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو لپاره مجبور کړل شوي په خپل هېواد کې د بشري حقونو د شدیدو سرغړونو له خطر سره مخ دي.
دغو کارپوهانو ویلي په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدل او د ترهګرۍ خطر باید په غیرمستند ډول یو له بل سره ونه تړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې کارپوهانو د دسمبر پر شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، ښځې، نجونې، د قاچاق ښکار خلک، قومي او مذهبي اقلیتونه، د تېر حکومت چارواکي، معذوره کسان، بوډاګان او نور اسناد لرونکي او نه لرونکي کډوال تر زیات اغېز لاندې دي.
دغو کارپوهانو ویلي، "افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونه په هیواد کې د مېشتېدو پرمهال د قاچاق کېدو او یا هم د بیا قاچاق کېدو له خطر سره مخ دي. د مذهبي او قومي اقلیتونو پورې اړوند کسان په ځانګړي ډول د ستنېدو په وخت د ځورونې له خطر سره مخ کیږي".
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټر رچرډ بېنیټ پر ایکس [مخکیني ټویټر د خپلو اندیښنو په اړه لیکلي:
"زه او نور کارپوهان له پاکستانه غواړو چې د افغانانو مهم ملاتړ ته دې دوام ورکړي. مونږ په دغه هیواد کې د اوسني چلند په اړه اندیښمن یو چې کډوال په جبري ډول ستنول کیږي او له ګواښونو سره مخ کېږي".
دغو کارپوهانو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنولو پلان عملي نه کړي ځکه چې وایي کېدای شي دا د افغانانو د خوندیتوب او امنیت ضمانت ور نه کړي.
دغو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له بشري حقونو په پراخ او منظم ډول سرغړونه او د ښځو او نجونو خلاف توپیري چلند چې د جنسیت په بنیاد د ځورونې سبب ګرځي دا پلان به پر ښځو او نجونو باندې ژوره اغېزه ولري:
"هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته شړل کیږي، د کوچني عمر ماشومانو ته د ودولو، جبري ودونو، انساني قاچاق او د تعلیم، کار، د ګرزېدو د ازادۍ او د یو شان قانوني ملاتړ د نه برابریدو د ګواښونو سره مخ دي".
د ملګروملتونو دغو کارپوهانو په پاکستان کې د کورونو د مالکانو له خوا له کورونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا په خپلسر د ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د نیولو په اړه د شویو دعوو په هکله اندېښنې څرګندې کړي دي.
دغو کارپوهانو ویلي د کډوالۍ چارې د بیرته نه ستنولو او له توپیري چلند پرته اصولو په ګډون له نړیوالو قوانینو سره تړلې دي:
"[له کډوالو سره] د مرستې او ملاتړ ضمانت باید وشي، په ځانګړي ډول دوی باید له توپیر او د افغان کډوالو له اسنادو پرته په اغېزمن ډول د پناه غوښتنې او له پناه د خوند اخیستلو حق ولري".
د ملګروملتونو کارپوهان وايي ې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او اوس هم دا ډېره مهمه ده چې په دغه هیواد کې مېشت افغان کډوال له توپیر پرته ددغه هیواد ملاتړ تر لاسه کړي.
دغو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې دې له افغان کډوالو د بیا مېشتیدو، د کورنیو د یو ځای کېدو او موقعو په زیاتېدو سره خپل ملاتړ زیات کړي. وایي د پاکستان له حکومت سره د خپلو اندېښنو په اړه په تماس کې دي.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغو اندېښنو ته لا څه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته ویلي، "د پاکستان حکومت نه غواړي هیڅ له خطر سره مخ افغان وباسي، مهمه نه ده چې هغوی د امریکا یا بل هیواد د بیا مېشتېدو په فهرست کې وي یا نه".
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې نیژدې څلورنیم لکه بې اسناده افغانان له پاکستانه خپل هېواد ستانه شوي دي.
پېښور کې د پي ټي اېم شپږ غړي نيول شوي، په کراچۍ کې نيول شوي غړي خوشي کړل شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پېښور او کراچۍ مشران وايي، په پېښور کې په پينځم دسمبر د پي ټي اېم شپږ نیول شوي غړي تر اوسه بې درکه دي، نه ده معلومه چې کوم ځای دي او په کراچۍ کې هم په دغه ورځ نيول شوي نهه تنه نن عدالت ته وړاندې کړل شوي او عدالت خوشي کړي دي.
د پي ټي اېم غړي د منظور پښتين د نيولو پرضد د غورځنګ د اعلان شوو احتجاجونو نه وړاندې نيول شوي وو.
پېښور کې د پي ټي اېم رابطه کار ډاکټر مشتاق وي او اې ډیوه ته وویل، په پينځم دسمبر یې شپږ غړي چوک يادګار ته د احتجاج رسېدو نه وړاندې په خېبر بازار کې نیولي وو.
نوموړي وویل دغه کسان د خان رازق شهید پوليس تاڼې نيولي، دوی د دغو کسانو او پوليس چارواکو (اېس اېچ او، او ډي اېس پي) سره په تاڼه کې ليدلي پوليس ورته ویلي چې دا کسان به سبا عدالت ته وړاندې کړي، خو چې د شپې بيا په دویم ځل دوی تاڼې ته ډوډۍ يوړه دغه کسان بيا نه وو.
هغه زياته کړه دوی بيا سيشن کورټ ته د دغو کسانو د معلومولو دپاره خواست کړی چې هغه په حبس بې جا کې ساتل کيږي خو پوليس بيا د دغو کسانو څخه منکر شوي، ځکه دوی بيا نن د پېښور هایکورټ ته خواست کړی او سبا به یې په دغه خواست اورېدنه کيږي.
وي او اې ډيوه ته د خان رازق شهيد پوليس تاڼې ویلي، څوک یې نه دي نيولي او په تاڼه کې ورسره څوک نشته.
پي ټي اېم په پينځم دسمبر د خپل مشر منظور پښتين د نیولو پرضد پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی وو.
پښتين په څلورم دسمبر په چمن کې نیول شوی، په بله ورځ بیا د خېبرپښتونخوا پوليس ته حواله کړی شوې او سرچینو وي او اې ډيوه ته ویلي وو هغه بیا اسلام اباد ته بوتلل شوی او نن د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی د اګست د میاشتې په يوه مقدمه کې عدالت پښتين د سي ټي ډي پوليس ته د اووه ورځو په ریمانډ ورکړی دی.
د پي ټي اېم د سيند صوبې د قانوني کمېټۍ مشر عادل شاه وايي، په پينځم دسمبر د کراچۍ د بېلابيلو علاقو څخه د پي ټي اېم نهه غړي نیول شوي وو او نن عدالت ته وړاندې کړل شوي او عدالت خوشي کړي دي.
د دغو کسان وکیل قادر خان وي او اې ډیوه ته وویل، دغه نهه سره کسان د دویم دسمبر د پي ټي اېم، اېن ډي اېم او پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ د افغان کډوالو ویستلو احتجاج خلاف جوړه مقدمه کې نيول شوي خو نن چې دغه کسان د کراچۍ ښار (جنوبي جوډيشل مجسټرېټ) عدالت ته وړاندې کړل شو، ده عدالت ته وويل چې د دغو کسانو په حواله د پوليس سره څه ثبوت دی؟، پوليسو کوم ثبوت وړاندې نه کړی شو او عدالت دغه کسان خوشي کړه.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم د سيند صوبې نورالله ترين د وړاندې نه نيول شوی او بندي دی.
د عادل شاه په وینا نورالله ترين په څلورم اکتوبر پوليسو نیولی د تهري اېم پي او لاندې د يوې میاشتې دپاره بندي کړی شوی په شپږم نومبر بيا عدالت ته وړاندې کړل شوی، په 11 مقدمو کې د هغه ګرفتاري ښکاره کړل شوی، دا وخت یې د قضيو اورېدنې روانې دي او هغه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.
عادل شاه وويل، د نورالله ضد جوړو او روانو اکثرو مقدمو کې د ضمانتونو خواستونه شوي دي.
د پي ټي اېم د اسلام اباد رابطه کار کامران وي او اې ډيوه ته وويل، په پينځم نومبر اسلام اباد او بلوچستان کې د احتجاجونو په مهال څوک نه وو نيول شوي او ډېره اسماعيل خان کې 11 تنه نیول شوي خو وروسته بيا خوشي کړل شوي وو.
Forum