لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران خارجه وزیر وایي په اسرایل یې برید پای ته رسېدلی خو که بل اقدام وکړي د ایران ځواب به تر دې هم سخت وي


د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي ویلي په اسرایل د ایران حمله سرته رسېدلې او وایي که اسرایل تر دې وروسته کوم بل ځوابي اقدام وکړي نو د هغې ځواب به تر دې هم سخت ورکولی شي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي ایران د اسرایل په ضد د خپلې دفاع حق استعمال کړی دی.

هغه لیکلي، مونږ له خپل ځوابي برید وړاندې تر دوؤ میاشتو انتظار وکړو چې کیدای شي غزې کې اوربند وشي.

د اې پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې ایران تېره ورځ اسرایل ته 180 میزایل ور ویشتلي دي.

د اسرایل د پوځ ویاند رېر ایډمرل ډېنیل هګاري ویلي، د هېواد هوايي دفاعي ځواکونو یې ډېر ورتلونکي میزایل ناکاره کړي خو وایي ځینې یې د اسرایل پر مرکزي او جنوبي سیمو لګېدلي دي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي ویلي د ایران کارروایي سرته پاي ته رسېدلې خو که اسرایل تر دې وروسته بل ځوابي اقدا وکړي نو د هغې ځواب به هم کوټلی اؤ تر دې په زیات طاقت سره ورکولی شي.

هغه ویلي د ایران لخوا په شوې حمله کې په غزې اؤ لبنان کې د بریدونو لپاره کارول کېدونکې اډې اؤ عسکري تنصیبات په نښه کړل شوي دي.

تر دغه برید وروسته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې- نهې په ورځ ناوخته د خپلې امنیتي کابینې غونډه را بللې او غونډې ته په وینا کې یې ویلي، "ایران نن شپه یوه لویه تېروتنه وکړه او تاوان به یې ورکوي".

امریکا پر اسرایل د ایران د بریدونو غندنه کړې ده او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل باندې د بېلسټیک میزایلو د برید له سختو نتیجو سره به مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانس او اسرایلو په غوښتنه د چارشنبې- شورو په ورځ د نیویارک په وخت سهار لس بجې پر اسرایل د ایران له برید وروسته په منځني ختیځ کې د کړکېچنو حالاتو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن پر ایران تور لګولی چې وایي هڅه کوي "له اوو محاذونو اسرایل د اور کړیو تباه کړي".

د اسرایل سفیر د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ناوخته امنیت شورا ته په یوه خط کې له امنیت شورا وغوښتل چې ایران وغندي او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ترهګر تنظیم په توګه اعلان کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني اسرایل ته خبرداری ورکړی چې د تهران خلاف د هر ډول تېریو په وړاندې به یې جواب "د پخوا په نسبت ګړندی، غوڅ او پیاوړی وي".

ایران هم تر دې وړاندې په لبنان کې د اسرایل په برید کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې را بللو غوښتنه کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG