لاس رسیدونکی لینک

 
د ایران صدر ابراهیم رییسي په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شو
تازه خبر

د ایران صدر ابراهیم رییسي په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شو


د ایران د صدر ابراهیم رییسي او له هغه سره د هیلیکاپټر په پېښه کې د مړو شویو شپږو نورو کسانو د جنازې مراسم پرون تر سره شول. د ريیسي مړی نن د دې هېواد په مقدس ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شو.

د چارشنبې- شورو په ورځ د جنازې د لومړي لمانځه امامت د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنایي وکړ او په دې مراسمو کې ګډون کوونکو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په زرګونو مشرانو او د ایران خلکو مړو شویو کسانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.

نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د ایران په ختیځ بیرجند ښار کې د هغه جنازه وشوه او له جنازې وروسته یې مړی په موټرو کې پر سړکونو وګرځول شو چې په زرګونو خلکو ورته درناوی وړاندې کړ.

د صدر رییسي تابوت نن په الوتکه کې د هغه پلارنۍ سیمې مشهد ته یووړل شو او کله چې د هغه مړی له الوتکې را کښته کېده ګارډ آف آنر یا سلامي ورته وړاندې شوه.

د صدر رییسي مړی د مشهد په امام رضا زیارت کې خاورو ته وسپارل شو چې ګنبده یې د سرو زرو ده. دا د ایران تر ټولو مقدس اسلامي ځای ګڼل کیږي او د ایران خلک یې له دې کبله درناوی کوي چې د نهمې پېړۍ یو مذهبي مشر امام علي رضا پکې ښخ دی.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان هم نن خاورو ته د صدر رییسي د سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی وو. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، د سعودي، عرب اماراتو او کویت د بهرنیو چارو وزیران هم پرون تهران ته تللي دي.

د ایران صدر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکاپټر د لوېدو په پېښه کې مړه شول.

63 کلن رییسي ته په ایران کې په پراخه کچه د 85 کلن ستر مذهبي مشر علي خامنایي- چې په ایران کې زیات واک لري- د ځایناستي په سترګه کتل کېدل. محمد مخبر چې د ولسمشر لومړی مرستیال وو، د جون تر ټاکنو پورې به لنډمهاله صدر وي.

په تهران کې د خارجه وزارت په دفتر کې د ایران د مړه شوي خارجه وزیر حسین امیر عبدالهیان په یاد هم ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې پکې د خارجه وزارت ځایناستي علي باقري هغه یو "شهید" وباله، وایي هغه "د خارجه وزارت د انقلابي کولو ضمانت ورکړی وو".

حسین امیر عبدالهیان به د تهران په جنوب کې د شاه عبدالعظیم په مزار کې خاورو ته وسپارل شو، دا هغه هدیره ده چې پکې د ایران مشهور سیاستوال او هنرمندان ښخ دي.

ایران د صدر رییسي او نورو مشرانو پر مړینه پینځه ورځنی ماتم اعلان کړی او د دې هېواد خلک د هغوی پر مړینه غمجن دي خو ډېری ایرانیان بیا د صدر رییسي په مړینه ځکه خوشالۍ کوي چې وایي هغه بېګناه خلک په دار کړي وو.

صدر رییسي د خپل مشر آیت الله علي خامنایي سخت دریځه پالیسۍ عملي کړې وې چې مقصد یې د مذهبي قوت پیاوړتیا، د مخالفینو ځپل او د بهرنۍ پالیسۍ په مسلو کې سخت دریځ غوره کول وو لکه له واشنګټن سره د ایټمي خبرو اترو په اړه د ایران د 2015م کال تړون بیا ژوندي کول پکې شامل دي.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ وايي، تر 90 د زیاتو هېوادونو مشرانو او لوړپوړو چارواکو ابراهیم رییسي ته د درناوي وړاندې کولو لپاره تهران ته سفر کړی. په دوی کې ځینو مشرانو د ایران له مذهبي مشر خامنایي سره هم لیدلي دي.

د قطر امیر، د تونس، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشران، د ارمینیا، عراق، پاکستان، جورجیا، اذربایجان وزیراعظمان، د روس، عراق، الجزایر، ازبکستان، قزاقستان او لبنان د پارلمان مشران په هغو مشرانو کې وو، چې د صدر رییسي په وروستیو مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللي وو.

یادونه:- د رپوټ ډېر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG