لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي سعودي باچا ته یې د دورې بلنه ورکړې ده


سفارتي تعلقات بحالولو په لړ کې د ایران خارجه وزیر حسین عبداللهیان او د سعودي عرب خارجه وزیر فېصل بن فرحان د اپرېل په نهمه نېټه په بيجېنګ کې ملاقات وکړو
سفارتي تعلقات بحالولو په لړ کې د ایران خارجه وزیر حسین عبداللهیان او د سعودي عرب خارجه وزیر فېصل بن فرحان د اپرېل په نهمه نېټه په بيجېنګ کې ملاقات وکړو

ایران ویلي د سعودي عرب شاه سلمان ته يې په رسمي ډول د دورې بلنه ورکړې ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، ایران د ګل، دوشنبې، په ورځ شاه سلمان ته د بلنې ورکولو اعلان وکړو. دا په داسې مهال چې دواړو ملکونو تېره میاشت تعلقات د بحالولو اعلان وکړو.

د دواړو ملکونو سفارتي تعلقات په کال ۲۰۱۶ کې په ایران کې د سعودي عرب په سفارتي ودانیو د مظاهره چیانو د یرغل وروسته وشلېدل. په ایران کې احتجاجونه په سعودي عرب کې د شیعه مسلک عالم نمر الانمر د اعدام کېدو په سره راپارېدلي وو.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ایران صدر ابراهیم رييسي شاه سلمان ته د ایران د دورې بلنه ورکړې ده.

کنعاني وویل د ایران صدر د وړاندې نه د سعودي عرب د دورې بلنه ترلاسه کړې ده.

ایران او سعودي عرب د چین د سفارتي کوښښونو په نتیجه کې تعلقات د بحالولو معاهدې ته رسېدلي دي. د معاهدې ترمخه به دواړه ملکونو د می د نهمې نېټې پورې په تهران او ریاض کې سفارتخانې بیا پرانځي.

کنعاني هفته وار خبري کانفرنس ته وویل ایران او سعودي عرب غواړي چې سفارتخانې يې په وخت پرانېستل شي چې حجیان ترې په ارام سهولتونه واخیستل شي.

په تېرو څو ورځو کې سعودي او ایراني چارواکو سفارتخانو د پرانېستلو په لړ کې د یو بل د ملکونو سفرونه کړي دي.

سفارتي تعلقات بحالولو په لړ کې د ایران خارجه وزیر حسین عبداللهیان او د سعودي عرب خارجه وزیر فېصل بن فرحان د اپرېل په نهمه نېټه په بيجېنګ کې ملاقات وکړو.

کنعاني وویل سفارتخانو د پرانېستل کېدو نه مخکې به خارجه وزیران بیا ملاقات کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG