لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران مشکوک اسرائیلي جاسوس پهانسي کړی


د رپورټونو ترمخه، ایران کې یو شمیر خلک د غري هیوادونو د پاره د جاسوسۍ کولو په الزام ځندانونو کې پراته دي
د رپورټونو ترمخه، ایران کې یو شمیر خلک د غري هیوادونو د پاره د جاسوسۍ کولو په الزام ځندانونو کې پراته دي

ايران داسرائيل لپاره دجاسوسۍ کولوپه جرم کې يو تن ته پهانسي ورکړې ده.

دايران دسرکاري خبري ادارې ارنا ترمخه علي اکبر سيداد ته داسرائيل استخباراتي ادارې موساد لپاره دکار کولو په جرم کې دمرگ سزا اورول شوې وه چې پرې په ايون Evin بندي خانه کې دنهې په ورځ عمل وکړل شو.

دارنا ترمخه علي اکبر په کال 2008م کې نيول شوى ؤ.

په هغه تور ؤ چې دايران دپوځي توان په اړه يې ځينې خفيه معلومات اسرائيل ته سپارلي دي.

راپور کې وئيل شوي دي علي اکبر دجاسوسۍ دغه کار په کال 2004م کې شروع کړى ؤ.

دايران دقانون ترمخه دجاسوسۍ دجرم سزا مرگ دى او په کال 2008م کې يې هم داسرائيل لپاره دجاسوسۍ کولو په جرم کې يو تن ته پهانسي ورکړل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG