لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایت الله علي خامنايي وايي ایران تیار دی چې د امریکې گواښونو ته ځواب ورکړي


صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر د لارې خبرداری کړی چې که چېرې د امریکې سفارتخانې ته نقصان ورسول شو چې ایران په گرم گڼي او قیمت به یې ادا کوي. "دا خبرداری نه دی. دا گواښ دی."
صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر د لارې خبرداری کړی چې که چېرې د امریکې سفارتخانې ته نقصان ورسول شو چې ایران په گرم گڼي او قیمت به یې ادا کوي. "دا خبرداری نه دی. دا گواښ دی."

د ایران روهاني مشر ایت الله علي خامنايي په عراق کې د امریکايي بمبارۍ غندنه کړې او ویلي یې دي هېواد یې تیار دی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ گواښونو ته ځواب ورکړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په حکومتي ټېلې وژن خپور شوي وینا کې علي خامنايي وویل "زه او حکومت او د ایران قوم د امریکې د دې جرم سخته غندنه کوو."

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، دا لومړی ځل دی چې ښاغلي خامنايي د اتوار، یکشنبې، په ورځ په عراق کې شوي د بمبارۍ غندنه وکړه. د امریکايي بمبارۍ هدف په عراق کې الحشد الشعبي نومې ډله وه چې ایران یې ملاتړ کوي.

امریکايي بمبارۍ د جمعې په ورځ شوي د هغه راکټ حملې په ځواب کې شوې وه چې په شمالي عراق کې پکې یو غیرپوځي امریکايي کارکونکی وژل شوی و.

د امریکايي بمبارۍ خلاف په بغداد کې ایران پلوه مظاهره چیانو احتجاجونه کړي او د امریکې سفارتي ودانۍ ته زیان رسولی.

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر د لارې خبرداری کړی چې که چېرې د امریکې سفارتخانې ته نقصان ورسول شو چې ایران په گرم گڼي او قیمت به یې ادا کوي. "دا خبرداری نه دی. دا گواښ دی."

صدر ټرمپ دا هم وویل په بغداد کې د امریکې خلاف مظاهرې ایران راپارولې دي.

د امریکې او ایران ترمنځ تاوتریخوالی پس له هغې زیات شوی چې صدر ټرمپ د ایران سره اېټمي معاهده ماته کړه او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG