لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: ایران دې اول د یورینیمو غني کول کم کړي، بیا به جوهري لوظنامې کې شامل شو


د امریکا صدر جو بایډن وایي څو چې ایران د خپلو یورینیمو د غني کولو کچه بېرته هغې شرحې ته راټیټه نکړي کوم چې د ۲۰۱۵ کال په لوظنامه کې یې منلې وه، تر هغو به امریکا د ایران خلاف لګول شوې اقتصادي پابندۍ هم لېري نکړي.

صدر بایډن دا هم ویلي چې غواړي امریکا بېرته د ایران سره لاسلیک شوې جوهرې لوظنامې کې شامله کړي. پخواني صدر ډانلډ ټرمپ امریکا له هغه تړون څخه وېستلې وه. خو کله چې د صدر بایډن نه د اتوار/یکشنبې په ورځ د سي بي اېس نیوز ټي وي په مرکه کې نېغ په نېغه دا وپوښتل شول چې آیا امریکا به اول په ایران لګول شوي بندیزونه لېري کړي او بیا به ایران خبرو ته حاضر شي او که نه، نو صدر بایډن په جواب کې واضحه وویل: «نه».

بایډن دا تایید کړه چې اول ایران ته په کار ده د خپلو یورینیمو د غني کولو کچه د لوظنامې په اساس راکمه کړي.

په هغې لوظنامې کې چې د بارک اوباما د صدارت په وخت د ایران او د نړۍ د پنځو قدرتمندو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه، ایران ته دا اجازت ورکړل شوی چې یورینیم د ٪۳.۶۷ پورې غني کړي. خو د ۲۰۱۹ کال راهیسي ایران دا کچه ٪۴.۵ ته او بیا تېره میاشت یې ٪۲۰ فیصدو ته جګه کړله.

کارپوهان وایي ایران که وغواړي چې اېټمي بم جوړ کړي، نو اوس ورسره په کافي اندازه دومره په کښته کچه غني شوي یورینیم شته چې کم از کم دوه اېټمي بمونه ورباندې جوړ کړي. خو ایران له ډېر وخته دا دعوه لري چې جوهري منصوبه یې پرامنه مقاصدو دپاره ده او د اېټمي بمونو د جوړولو خیال نلري.

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په سرکاري ټي وي وویل چې که امریکا غواړي ایران خپلو ژمنو ته وروګرځوي، نو په کار ده چې امریکا اول په عمل کې ټولې پابندۍ له ایرانه لېري کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG