لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران او شام مطبوعات وايي دمشق سره نژدې داسرایل په بمبارۍ کې د ایران پوځي مشیر وژل شوی


په برطانیه کې مېشته د شام د انساني حقونو تنظیم سیرین هیومن رایټس ویلي د اسرایل په بمبارۍ کې د دمشق په جنوب کې د  شام د حکومتي ځواکونو او په شام کې د ایران پلوه ډلو د وسلې ګودام په هدف شوی دی
په برطانیه کې مېشته د شام د انساني حقونو تنظیم سیرین هیومن رایټس ویلي د اسرایل په بمبارۍ کې د دمشق په جنوب کې د  شام د حکومتي ځواکونو او په شام کې د ایران پلوه ډلو د وسلې ګودام په هدف شوی دی

د ایران او شام مطبوعاتو ویلي اسرایل د شام سرښار دمشق سره نژدې د جمعې په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ هم هوايي بمباري کړې ده چې یو ایرانی مشیر په کې وژل شوی دی.

اېسوسي اېټېډ‌ پرېس خبري ادارې ترمخه د دمشق اوسېدونکو د شام سرکاري خبري ادارې سانا ته وویل چې د زیارت، پنجشنبې، د نیمې شپې نه پس په ښار کې درنې چاودنې واورېدل شوې. دغه شان بمباري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم وشوه.

سانا وویل د شام دفاعي ځواکونو د "دښمن" د ځينو هدفونو مخه ونیوله او د اسرایل په بمبارۍ کې مالي زیان شوی دی.

سانا په خپل رپورټ کې وویل چې د اسرایل ځينې مزایل د هوايي دفاع نظام تباه کړل.

د ایران سرکاري ټېلې وژن د جمعې په ورځ په خپل خبر کې وویل د ایران پوځي مشیر مېلاد حېدري د اسرایل په "مجرمانه" حمله کې په شام کې د جمعې په ورځ‌ ووژل شو. په رپورټ‌ کې د حېدري عهده نه ده ورکړی شوې خو هغه د "اسلام محافظ" بلل شوی دی.

ایراني ټېلې وژل وویل حېدري د ایران د پاسداران انقلاب غړی و او اسرایل ته يې د خبرداری وکړو چې ایران به بدل اخلي.

په برطانیه کې مېشته د شام د انساني حقونو تنظیم سیرین هیومن رایټس د اسرایل په بمبارۍ کې د دمشق په جنوب کېد شام د حکومتي ځواکونو او په شام کې د ایران پلوه ډلو د وسلې ګودام په هدف شوی دی.

ای پي وايي په تېرو څو کلونو کې اسرایل په شام کې د دننه د حکومت د اختیار لاندې سیمو کې په سلګونو هوايي بمباري کړې ده چې په کې د دمشق او د حلب په هوايي اډو بمباري هم شامله ده خو اسرایل په خصوصي توګه د دغو عملیاتو په اړه تفصیلات په رسمي ډول نه څرګندوي.

اسرایل وايي د ایران سره تړلې وسله والې ډلې په نخښه کوي چې په کې د لبنان حزب الله هم شامل دی. حزب الله د شام صدر بشارالاسد په حمایت کې جنګېدو دپاره په زرګونو وسله وال لېږلي دي.

تېره هفته اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د شام حلب هوايي اډه وېشتلي وه چې په نتیجه کې یې هوايي اډه دوه ورځې د پروازونو دپاره تړل شوي وه.

اسرایل د شام د حکومت د ولکې د لاندې سیمو کې په سمندر بندرونو هم هوايي حملې کړي دي، چې په ظاهره د حزب الله په شان ایران پلوه ډلو ته د ایراني وسلو د رسد مخه نیول دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG