لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې بمي چاؤدنو کې ١۴ کسان وژل شوې

.
.

د عراق په نجف او کربلا ښارونو کې په موټربمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ١۴ کسان وژل شوې دي.

پولیس او حکومتي چارواکې وائې چې په حملو کې ۴٠ کسان زخمیان شوې دي. زخمیانو کې کې زیاتره د ایران نه راغلې زائرین دي.

په کربلا کې موټرې بم د ښار په داخل کې خلاص شوی دی. پیښه کې اوه کسان وژلی شول چې څلور پکښې ایراني زائرین دي. دویمه چاؤدنه څو ساعته ورستو په نجف کې په هاغه موټر کې وشوه چې ایراني زائرین پکښې سواره ؤ. په دغه چاؤدنه کې هم اوه کسان وژلی شول.

هرکال په زرگونو ایرانیان عراق کې د شعیه مسلمانانو مزارونو زیارت ته راځې. چارواکې وائې د سنې مسلمانانو تندلارې ډلې په زائرینو د حملو پشا لاس لرې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG