لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مصر، اردن او عراق مشرانو په بغداد کې سره لیدلي دي


د عراق صدر برهم صالح د اردن له پاچا - ملک عبدالله - او د مصر له صدر - عبدالفتاح السیسي سره وکتل

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي د اتوار/یکشنبې په ورځ بغداد ته ورسېد چې دا په تېرو دېرشو کلونو کې عراق ته د مصر د یو ریاستي مشر ړومبۍ رسمي دوره ګڼل کیږي. بغداد ته د السیسي سفر، په هغې درې اړخیزې ناستې کې د برخې اخیستو دپاره شوی چې په کې د اردن، عراق او مصر مشران خپلو مېنځونو کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پیاوړي کولو باندې غږیږي.

بغداد ته د اتوار ورځې په سهار د عبدالفتاح السیسي له رسېدو وروسته، د عراق صدر برهم صالح د هغه هرکلی وکړ. تر دې وړاندې چې عراق ته د مصر کوم مشر تللی و، هغه په ۱۹۹۰یمو کلونو کې و او د هغه نه پس چې د صدام حسین حکومت په کویټ باندې حمله وکړه، د مصر او عراق ترمنځ تعلقات خړ پړ شول.

بل پلو د اتوار/یکشنبې په ورځ د اردن پاچا – دویم ملک عبدالله – هم عراق ته ورسېد او بیا هغه او السیسي دواړو د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره وکتل. دا لیدنې کتنې په عمومي توګه یو کوشش انګېرل کیږي چې په سیمه کې د ایران اثررسوخ راکم کړی شي.

الکاظمي هم هڅه کوي چې د خطې په کچه ائتلاف جوړ کړي او په منځني ختیځ کې د یو منځګړي په توګه د عراق موقف پیاوړی کړي. تر دې وړاندې، عراق د یمن جګړې په اړه د ایران او سعودي عرب ترمنځ د خبرو کوربه و.

د عراق د وزیراعظم مصطفی الکاظمي دفتر په یو بیان کې د هغه له قوله لیکلي چې: «دا (د مصر او اردن مشرانو) سفر، زمونږ خلکو ته یو اهم پیغام دی او هغه دا چې په مونږ دوه اړخیز ډول یو د بل ملاتړ کوو او یو لاس یو چې خپلو خلکو او د خطې خلکو ته خدمت وکړو.»

د درېیو هېوادنو د مشرانو له لیدنې وروسته، د عراق خارجه وزیر فؤاد حسین په یو پرېس کنفرنس کې وویل چې په یاد ملاقات کې ګڼ شمېر موضوعاتو باندې خبرې وشوې، لکه اقتصادي او سیاسي همکارۍ، سترې صنعتې منصوبې، او همدا راز د دوایانو او زراعتي موادو د تجارت موضوعات.

په دې خبرو کې چې امریکا یې هم هرکلی کړی دی، سیمه ییز مسایل هم چېړل شوي چې په کې د شام کړکېچ، د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ لانجه، او په یمن کې د جګړې مسایل هم شامل و.

د اردن خارجه وزیر أیمن الصفدي د ملاقات نه وروسته خبریالانو سره خبرې وکړې او په ظاهره توګه د ایران قوي اثر رسوخ ته یې په اشارې سره وویل: « په کار ده چې عراق د سیمه ییزو مداخلاتو نه لېرې وساتل شي.»

عراق دمخه لا اردن او مصر سره اهمې اقتصادي او تجارتي لوظنامې لاسلیکې کړې دي. په تېره نوامبر میاشت کې، مصر ورسره پنځلس د تفهیم یادداشتونه دستخط کړل چې د تېلو د برخې نه راواخله بیا د تعمیراتي او تجارتي برخو پورې همکارۍ په کې شاملې دي.

اردن د ورځې لس زره بېرله تېل له عراق نه اېمپورټ کول، خو د کروناوبا له خپرېدو نه پس دا تجارت اوس ځنډېدلی دی. عراق او اردن په دې هم خبرې کولې چې د بصره ښار نه بیا تر عقبه ښاره پورې د تېلو یو پایپلاین جوړ کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG