لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عراق بمي چاؤدنو کې ٧ کسان وژل شوې


د عراق وزیر اعظم نوري المالکې

د عراق په غربي ښار رمادي کې د حکومت په یو انگړ کې دوه بمي چاؤدنې شوي دي، په نتیجه کې يي اوه کسان وژل شوې او گنړ شمیر نور زخمیان شوې دي.

د پیښې په حقله نور تفصیلات له نه دې راغلې خو چارواکې امکان څرگندوي په چاؤدنو کې د وژل شوؤ خلکو شمیره ١٧ ؤ ته رسیدی شی.

یو پولیس چارواکې وئیلې چاؤدنې د بمونو پرله پسې د خلاصدو په وجه رامنځته شوې دي. یوه چاؤدنه په موټر کې د بم خلاصیدو په وجه شوې ده او بله چاؤدنه ځانمرگې حملې له امله رامنځته شوې ده.

د سمبر په ١٢ مه نیټه هم رمادي کې د صوبائي حکومت په دفترونو ځانمرگي حمله شوې وه چې پکښې ١٣ کسان وژل شوې ؤ. رمادي د عراق سرښار بغداد نه ١٠٠ کلو میټره لرې په غرب کې پروت ښار دی.

XS
SM
MD
LG