لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی ته د خلکو د ټيليفونونو اورېدو او ريکارډ کولو اختیار ورکړل شوی


د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، مرکزي کابينې د آی اېس آی نومول شوي افسر ته د ټيليفون اورېدو او ريکارډ کولو د اختيار ورکولو منظوري ورکړې ده
د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، مرکزي کابينې د آی اېس آی نومول شوي افسر ته د ټيليفون اورېدو او ريکارډ کولو د اختيار ورکولو منظوري ورکړې ده

د پاکستان حکومت استخباراتي ادارې (آی اېس آی) ته د خلکو د ټيليفونونو اورېدو او ريکارډ کولو او پېغامونو ته د رسايۍ اختیار ورکړی دی، د اطلاعاتو وزارت په دغې اړه رسمي اعلاميه جاري کړې ده.

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، مرکزي کابينې د آی اېس آی نومول شوي افسر ته د ټيليفون اورېدو او ريکارډ کولو د اختيار ورکولو منظوري ورکړې ده.

ياده اعلاميه چې پاکستاني مطبوعاتو او په ټولنيزو رسنيو هم خپره شوې، پکې ویل شوي، د ملي امنیت ګټو ته په کتو او جرمونو د اندېښنو له امله دغه پرېکړه شوې ده.

ويل شوي، آي اېس آی چې به د ټيليفون ريکارډ کولو يا اورېدو دپاره کوم افسران نوموي هغوی به د 18 ګرېډه څخه کم نه وي.

اعلامیه چې پرون د جولايۍ په اتمه جاري شوې پکې ويل شوي، مرکزي حکومت د آی اېس آی افسرانو ته دغه اختیار د پاکستان ټيلي کميونيکېشن قانون 1996 د سېکشن 54 لاندې ورکړی دی.

په ټولنیزو رسنیو دغه اقدام ته غبرګون ویل شوی دی.

زبېر خان نیازي نومې تن په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې د يادې اعلامیې په اړه ويلي،
"د دغه اعلامیې تکلف څه وو، آی اېس آی خو څه وخت هم فون ریکارډ کولی شي، او داسې کېدل خو د پاکستان جوړېدو راهسې روان دي، چې کله ټيليفون نه وو نو ډاک يا خط به کولاېدو، په اعلامیه کې د عام کولو او بدنامولو اجازت هېر کړل شوی دی".

زبېر علي خان نومې تن ويلي، "د نواز شريف د سيويلين يا خلکو د سرلوړۍ نعره شهباز شریف ښکته کړه".

میا داود نومې نوم تن ويلي، "دا بهترينه فېصله ده".

استخبااراتي ادارې (آی اېس آی) ته د ټيلیفوني خبرو اورېدو او ريکارډ کولو او پېغامونو ته د رسايۍ اعلاميه په داسې وخت کې جاري شوې چې پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې وخت په وخت د سياستوالو لخوا داسې تورونه لګېدلي چې د دوی ټيليفوني خبرې ريکارډ کول کيږي او د سپريم کورټ د ججانو د سياستوالو سره خبرې هم په پاکستاني مطبوعاتو خپرې شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG