لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې داعش د بل تن د وژلو زمه واري منلې


داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي
داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي

د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې پولیس وايي په عنايت کلي کې يو تن نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دی. داعش وسله والې ډلې د دغه وژنې واري منلې ده چې په باجوړ کې په دوو ورځو کې پرله پسې دويمه پېښه ده چې داعش يې زمه واري مني. ځايي خلک وايي د بدامنۍ پېښو ویره خوره کړې ده.

د باجوړ پوليسو وي او ای ډيوه ته ويلي خاسته احمد د عنايت کلي بازار کې وو چې نامعلومه تنانو پرې ډزې وکړې او ووژل شو، د پوليسو په وينا د نامعلومه تنانو خلاف يې مقدمه درج کړې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

داعش خراسان ډلې په خپل يو بيان کې ويلي د پاکستان د استخباراتي ادارو مخبر يې په نخښه کړی دی، دا په باجوړ کې په تيرو دوو ورځو کې د داعش خراسان د دويم بريد زمه واري ده چې منلې يې ده. د جمعې په ورځ يې د ماندو يو تن په بمي چاودنه کې په نخښه کړی وو.

په باجوړ کې د اګست په مياشت کې ځايې خلکو د بدامنۍ په ضد احتجاجي دهرنا کړې وه بيا د ځايې چارواکو د امن ټينګ ساتلو په باور ورکولو يې احتجاج ختم کړی وو.

د احتجاج برخه وال او د جميعت علما السلام پخوانی سېنېټر عبدالرشيد ډيوه وايي، د بدامنۍ پېښې په باجوړ کې بيا زياتې شوي او د زيارت په ورځ يې د سياسي ګوندونو د جوړې کميټۍ غونډه رابللې چې راتلونکې تګ لاره پکې وټاکي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې يې وويل،"دلته بدامني بيا زياته شوې ده، که هره يوه وسله ډله دغه عمليات کوي خو ولس په دې پوهه شوی چې د امن زمه واري د رياست ده، او دوي هم د رياست نه د امن غوښتنه کوي".

باجوړ ته د تير زيارت په ورځ د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات دوره کړې وه او د مشرانو جرګې سره يې خبرې کړې وې.

د جرګې ګډونوالو ډيوه ته ويلي وو دوي ترې په سيمه کې د امن د ټينګ ساتلو غوښتنه کړې وه چې کور کمانډر ورته د امن باور ورکړی وو. د دې ترڅنګ د باجوړ پوليسو ډيوه ويلي وو دوی په ناامنو کې ککړو کسانو پرضد عمليات کوي.

په باجوړ کې له دې وړاندې هم داعش د سياسي ګوندونو او امنيتي ادارو اهلکار په نخښه کړي دي.

څيړونکی خبريال فخر کاکا خېل وايي د نورو سيمو په مقابله کې په باجوړ کې د داعش ډلې عمليات ځکه زيات دي چې دا سيمه د افغانستان کونړ ولايت سره لګېدلې، او هلته د داعش ډلې موجودګي زياته ده.

"باجوړ کې د نورو سيمو په مقابله کې د داعش عمليات زيات کيږي، بله دا چې سوات او دير ته کوم د تحريک طالبان پاکستان غړي راغلي وو هغه هم د باجوړ د لارې راغلي وو، نو دا سيمه په راتلونکې کې د سيکورټي نقطه نظر سره ډيره مهمه ده".

داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

دغه ډلې د روان کال د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شعيه مسلمانانو په جومات د شوي هغه ځانمرګي برېد ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي وو.

د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې يې په 15م مې د دوو سيکانو د وژلو ذمه واري منلې وه. له دې وړاندې د تېر اکتوبر په مياشت کې پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سنګهـ د وژنې ذمه واري هم داعش منلې وه.

ددې ترڅنګ داعش خراسان په کوهاټ کې د پوليو ټيم په ساتونکو، باجوړ کې په سياسي مشرانو او پېښور کې د امنيتي ادارو په غړو د بريدونو ذمه وارۍ منلې وې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG