لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ په شام کې د داعش د ډلې د مشر البغدادي مړینه تایید کړله


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار په سحر د داعش تندروه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي شام کې په امریکاي پوځي عملیاتو کې د وژنې اعلان وکړو.

ډانلډ ټرمپ وویل، تېره شپه امریکې د نړۍ ترټولو غټ ترهګر مشر انصاف ته راوستی. ابوبکر البغدادي وژل شوی. هغه د داعش باني او مشر وو چې په نړۍ کې ترټولو بې رحمه ترهګر ډله وه.

ډانلډ ټرمپ د وایټ هاوس نه په ټیلي ویژن باندې نېغه په نېغه وینا کې وویل امریکي شمال غربي شام کې ځانګړي او خطرناک پوځي عملیات سرته رسولي چې پکې یو امریکاي هم نه دی وژل شوی خو په عملیاتو کې د بغدادي ګڼ شمېر وسله وال وژلی شوي.

صدر ټرمپ وویل د داعش ترهګر ډلې مشر په یو سورنګ کې پټ شوی وو او د تختیدو کوشش یې کوو. نوموړي وویل بغدادي په سورنګ کې ژړل او چغې یې وهلې. ډانلډ ټرمپ وویل بغدادي د عملیاتو په وخت اغوستی ځانمرګي جیکټ الوزولی او د ځان سره خپل درې بچي هم وژلي.

ټرمپ وویل: "دغه ډاکو چې د خلکو یرولو یې سخت کوششونه کړي وو، خپلې آخرې ورځې یې په سخته یره او ترهه کې تېرې کړې وې او د امریکاي پوځیانو نه په ډېره یره کې وو څوک چې په هغه ورپسې وو."

امریکاي صدر ویلي ددوه ګهنټو په عملیاتو کې د دغه ځای نه د داعش ډېر معلومات او د راتلونکو منصوبو تفصیل ترلاسه کړی.

ټرمپ زیاته کړله: "د بغدادي وژنه د ترهګرو خلاف د امریکې نه ختمیدونکي کوششونه او داعش او نورو ترهګر ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره زمونږ پوره ژمنې ښکاره کوي."

ډانلډ ټرمپ هغه پخپله، نایب صدر مایک پنس او پوځي جرنیل مایک میلي د وایټ هاوس نه نېغ په نېغه دغه ټول عملیات کتل.

میډیا رپورټونه وايي د شام په ایدلیب صوبه کې د بغدادي خلاف د امریکې په پوځي عملیاتو کې هیلي کاپټرو، جنګي جهازونو او او ډرون جهازونو برخه اخستې.

بغدادي په کال ۲۰۱۴ کې په شام کاو عراق کې د خپل سره اسلامي ریاست د جوړولو اعلان کړی وو او خپل ځان یې خلیفه اعلان کړی وو.

داعش ډېر په تېزۍ سره د عراق او شام لویه برخه د خپل کنټرول لاندې راوستې وه او په یو وخت کې یې د عراق ۴۰ فیصده برخه باندې واک لرلو.

د کال ۲۰۱۷ جون په میاشت کې عراقي حکومت د موصل ښار د داعش د قبضې ته بېرته اخستی وو او دغلته یې خپله ګټه اعلان کړې وه. د عراق وزیراعظم حیدر العبادي د کال ۲۰۱۷ دسمبر په میاشت کې داعش ترهګر ډلې ته په مکمله توګه ماتې ورکولو اعلان کړی وو.

د البغدادي د وژنې خبرونه څو ځله وړاندې هم ورکړی شوي وو. البغدادې د ستمبر په میاشت کې یو اډیو پېغام خپور کړی وو چې پکې هغه ویلي وو د امریکې او نور اتحادي ملکونو خلاف جنګ د ختمېدو نه لا ډېر لرې دی.

د ۳۰ منټو په دغه آډیو ریکارډنګ کې په ښکاره توګه البغدادي خپلو مرستیالانو ته ویلي امریکا اوس د عراق او افغانستان په دلدل کې ګېره ده او دا چې واشنګټن په سیمه او نړۍ کې د خپلو ملګرو ملکونو په مرسته کولو کې بې اختیاره شوې.

د کال ۲۰۱۶ راهسې امریکې د بغدادي نیولو په اړه معلوماتو کې مرسته کولو لپاره د ۲۵ ملینه ډالره انعام اعلان کړی. امریکې د بغدادي نه علاوه دومره لوي انعام د القایده مشر ایمن الظواهري معلوماتولو ورکولو په سراعلان کړی.

داعش په کال ۲۰۱۴م کې د عراق او شام يوه غټه علاقه په خپله ولقه کې اخيستې او د خپل سره خلافت اعلان يې کړی ؤ.

امریکا او اتحاديان وايي د داعش د ولقې نه ۹۸ فيصده علاقه بيرته اخستل شوې ده.

البغدادي په کال ٢٠١۴ کې عراق کې د خپل سره خلافت اعلان کړی وو او خپل ځان یې خلیفه اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG