لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: داعش به په افریقا او نورو سیمو کې هم نه پرېږدو


د امریکا صدرډانلډ ټرمپ مخکې له دې چې بیرته ټکساس ته د راتلو لپاره خپلې الوتکې ته پورته شي د یوشمېر خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ترمپ په عراق او شام کې د داعش د ماتولو لپاره د امریکا د روانو هڅو په اړه وویل: ٫٫ مونږ داعش ته په منځني ختیځ کې د ماتې ورکولو په حال کې یو. د داعش ځینې برخې به افریقا ته ولاړې شي او ځینې به نورو سیمو ته. خو چې هغو سیمو ته ورسیږي نو هلته به هم ورسره ګورو.٬٬

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر وايي، داعش په عراق او سوریه کې د خپل اسلامي خلافت جوړولو لپاره ځینې سیمې سختې وځپلې خو په سیمه کې یواځې داعش نه دی چې غلط کارونه کوي.

ښاغلی مک ماسټر ویلي ٫٫ هرڅوک پوهیږي چې ایران هم د عراقي حکومت د بې ثباته کولو په برخه کې ډير کار کړی او حتی د عراق د حکومت له کنټرول څخه د باندې سیمو کې یې ملیشې هم جوړې کړیدي.٬٬

مک ماسټر وايي د ایران په ملاتړ ملېشې په دغو نا امنو سیمو کې فرقيي تاوتریخوالي ته لمن وهي لکه د عراق په شمال کې د کردوانو په سیمو کې. ٫٫ دوي د کردانو د سمیز حکومت په ویشلو کې سیاسي رول لوبولی او په سولیمانیه کې ګوند ویشلی دی او له هغو څخه بیا د خپلو ګټو لپاره کار اخلي. دا د اندېښنې وړ خبره ده.٬٬

مک ماسټر زیاته کړه ایران د عراق، سوریې او یمن په ګډون د سیمې په هرې شخړې کې لاس لري.

دی وايي د ایران له دغه ویجاړونکي رول سره باید مخالفت وشي مخکې له دې چې دوی پرې خپلو موخو ته ورسېږي.

ایران په لیبنان کې هم د خپلو موخو لپاره د حزب الله په نامه ترهګره ډله جوړه کړیده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم ددې اونۍ په سر کې له سعودي عربستان او ایران څخه غوښتي وه چې په سیمه کې د ایران د زیاتیدونکي رول په وړاندې دې په خپلو کې همکاري زیاته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG