لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ: د جبري بې درکیو په سر د ریاست خلاف د خلکو کرکه په زیاتېدو ده


د بلوچ لا درکه زده کوونکو د مقدمې د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن اختر کياني ویلي چي په بلوچستان کې په جبري توګه د خلکو د لا درکیو د پېښو له کبله په خلکو کې کرکه د ادارو نه بلکې د رياست خلاف سېوا کېږي.

هغه ویلي دي چې د جبري لادرکيو په تور به اوس د ادارو مشران عدالت ته راغوښتل کیږي.

د مقدمې اورېدنه د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن اختر کياني کړې او د لا درکه بلوچ زده کوونکو وکيله ايمان زېنب مزاري او د هغې ترڅنګ مرستيال اټارني جنرل د عدالت په وړاندې پېش شوي دي.

د مقدمې د اورېدنې په پېل کې جج په خپل ريمارکس کې وویل چې په آي اېس آي، ملټري انټليجنس، انټليجنس بېورو، د ترهګرۍ ضد محکمې او د پلټونو په مرکزي ادارې ايف آي اې باندې ګډه يوه کمېټي جوړه کړی شوې وه، آيا د استخباراتي ادارو دې کمېټۍ څه کار کړې دی؟

مرستيال اټارنى جنرل عدالت نه غوښتنه وکړه چې باید د لوي اختر وروسته ورته وخت ورکړی شي خو جج وویل کوم خلک چې ورک دي، هغوى خو به هم اختر کوي.

د مقدمې د اورېدنې وروسته له عدالت بهر ډيوه سره خبرو کې د لا درکه بلوچانو د دفاع وکيلې ايمان زېنب مزاري وویل چې اټارني جنرل عدالت ته تېره اورېدنه کې ویلي وو د لادرکه دريوؤ بلوچ طالب علمانو په اړه به نن عدالت ته تفصيل ورکوي خو اټارني جنرل عدالت ته پېش نه شو.

د هغې په خبره "ما نن عدالت ته دا هم وویل چې يو اړخ ته اټارني جنرل عدالت ته باورونه ورکوي خو بلې خواته بيا نور کسان له بلوچستان او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه پورته کړی کېږي، لکه چې دا په وروستو کې چې 7 بلوچ طالب علمان په جبري توګه ورک کړی شوې دي او په هغو کې انيس رحمان لا اوس هم لا درکه دی"

ايمان زېنب مزاري عدالت ته دا هم وویل له دې مخکې 5 بلوچ طالب علمان پورته کړی شوي وو او اوس د هغوي په هکله مالومه شوې چې خپلو کورونو ته رسېدلې دي.

جج وویل ښه شوه چې د جبري لا درکيو په اوږد فهرست کې خو څه کمی وشو.

د جج محسن اختر کياني وېنا وه چې اوس د اږود وخت دپاره د چا د ورکيدو ستونزه په لنډ مهاله لا درکیو کې بدله شوې ده.

په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو تنظيمونه او فعالان د خلکو په جبري توګه د لا درکې تور په پوځي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې دغه ادارو لسګونه زره خلک ورک کړي دي.

د پاکستان پوځ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي ځينې کسان چې ورک بلل کېږي د وسله والو ډلو سره يو ځاې شوي دي.

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د لا درکیو دا لړۍ اوس د پاکستان د انتظام لاندې تر کشميره رسېدلې ده او نن د جمعې په ورځ هم د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن کياني د ورک کشميري تن خواجه خورشید د راخلاصولو په خواست باندې د کورنیو او دفاعي چارو سکرټريانو ته هم نوټسې جاري کړي دي.

عدالت امر کړی چې په دې لړ کې دې د دفاعي چارو سکرټري د پنډې ،اسلام اباد او کشمير کې د آي اېس آي ،ايم آي او ايف آي اې د سېکټر کمانډرانو څخه مالومات واخلي او بيا دې رپورټ عدالت کې جمع کړي.

جج محسن اختر کياني وویل له بده مرغه د عدالتونو کار په جبري توګه د لا درکه کېدونکو کسانو تر راخوشې کولو پورې محدود پاتې شوی دی او تګلاره جوړونکي ددې خبرې احساس نه کوي چې د يو عمل رد عمل ډېر سخت راروان دی.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د مقدمو څېړلو سرکاري کمېشن وايي چې د ټول هېواد څخه یې څه د باندې د 10000 کسانو د ورکېدو مقدمې ترلاسه کړي دي چې ورڅخه یې 8900 حل کړي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو لپاره کار کوونکې ډلې د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړنې د سرکاري کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کوي او وايي کمېشن په خپل کار کې پاتې راغلی دی.

د ډېفنس اف هيومن راېټس غېر دولتي تنظيم مشره امنه مسعود جنجوعه ډیوه سره خبرو کې وایي، زموږ دریځ دی چې کوم رياستي خلک د خلکو په جبري توګه لا درکه کولو کې ښکېل دي د هغوي په ضد اقدام کول اړين دي .

هغې وویل د لادرکه کسانو د موندنې کمېشن هم په دې باندې اقدام نه کوي، د کمېشن سره په دې جرم کې د ککړو 150 کسانو فهرست موجود دی خو د هغوي خلاف هېڅ ډول کارواي نه ده شوې.

د ورکو بلوچانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره د مبارزه کونکې بلوڅ يکجهتې کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوچ تېره ورځ په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي وؤ د حکومت لخوا د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره جوړ ټول کمېشنونه او کميټۍ يوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو په معنا دي.

هغې دعوه کړې چې يوازې د مې په مياشت کې تر سلو زيات کسان په زور لادرکه کړل شوي دي او د بلوچستان داسې سيمه نشته چې په زور په کې خلک نه وي بې درکه شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG