لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مانسهره: ماشوم سره د جنسي تيري وروسته ديني مدرسه تړل شوې


د مانسهرې تړل شوې مدرسه

د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې په يوه ديني مدرسه کې استاز د ماشوم سره جنسي تیری کړی او له دغې وروسته بيا دا مدرسه تړل شوې ده.

د مانسهرې ضلعې د پوليس مشر صادق بلوچ وايي د ماشوم سره د جنسي تيري پېښه په ۲۳ دسمبر شوې او بيا یې تره پوليس په پېښه خبر کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې بلوچ وويل، "د مانسهرې په پولړه علاقه کې د مدرسه اسلاميه تعليم القران په نامه ديني مدرسه ده او په دې کې د مدرسې استاز چې شمس الدين نوميږي د لس کلن زده کوونکي ماشوم سره جنسي تيری کړی دی".

هغه وويل دا ماشوم درې میاشتې وړاندې په مدرسه کې داخل کړی شوی او پلار يې مزدورۍ له تللی ؤ.

د پېښې په اړوند وايي "د ماشوم تره دوی ته ويلي چې د مدرسې نه ورته ټيليفون راغلی چې وراره يې ناروغه دی او هغه چې بيا روغتون ته راوستو نو ډاکټرانو ورته وويل چې د دې ماشوم سره جنسي تيري شوی دی".

د پوليس افسر په وېنا ماشوم بيا په خپله ويلي چې د مدرسې د مشر يا مهتمم کشر ورور ورسره جنسي تيری کړی دی.

بلوچ وايي " جنسي تيری کوونکی استاز شمس الدين چې ۳۶ کلن دی په سکول کې او بيا په دې مدرسه کې هم استازي کوي".

د مانسهرې د پوليس مشر وايي "دا ماشوم بيا درې ورځې په کمره کې بند ساتل شوی او ورته ویل شوي که خبره يې ښکاره کړه دوی به يې ووژني".

پوليس افسر زياتوي دوی بيا ورغلي پرون یې د مدرسې مشر او دوه استازان يې نیولی او مدرسه يې تړلې ده.

د پوليس افسر په وېنا د تورن تن پرضد يې د جنسي تیري او د مرګ د ګواښ د مادو لاندې مقدمه درج کړې ده خو هغه لا نیول شوی نه دی.

هغه وویل په ياده مدرسه کې نزدې ۱۵۰ ماشومان دي چې پکې د ۲۰ پورې په مدرسه کې پاتې کيږي او په پاتې نورو کې نزدې ۳۰ ماشومانې جينکۍ دي دا نور ماشومان د ورځې سبق له راځي او بيرته بيا ځي.

پاکستان کې وخت په وخت د کم عمره ماشومانو سره د جنسي تيريو پېښې رپوټ کیږي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکې غېر دولتي ادارې (چايلډ رائټس مومنټ) يو غړی ارشد محمود وايي، په پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو په پېښو کې زياتره د دغو ماشومانو خپلوان ککړ وي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "په پاکستان کې په دغه اړوند قوانين شته يو خو هغه پوره په عمل کې نه راځي او دوېم دا چې په ټولنه کې په دې کار پکار دی چې خلک پکې په خپله رول ولوبوي او د دې ناوړه کار مخنيوي وکړي".

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل يو رپوټ کې ويلي چې د روان کال ٢٠١٩ په لمړو شپږو مياشتو کې د جنورۍ نه تر جون د مياشتې په موده کې ۱۳۰۴ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي دي.

د رپوټ ترمخه د جنسي تيرو د پېښو وروسته ١٢ هلکان او ٤ جينکې وژلې شوې هم دي.

په رپورټ کې د ورکړی شوو شمېرو ترمخه د کال په لمړو شپږو میاشتو کې په خېبرپښتونخوا کې ٥١ ، په بلوچستان کې ٣٢ ، په ګلګت بلتستان کې درې ، په کشمير کې ١٨، په اسلام اباد کې ٩٠ ، په سيند صوبه کې ٤٥٨ او په پنجاب صوبه کې تر ټولو زيات ٦٥٢ ماشومان د جنسي تيريو نښه ګرځيدلې دي.

روانه میاشت د پاکستان قامي اسمبلۍ ته يوه قانوني مسوده هم وړاندې کړی شوې چې پکې ويل شوي د کم عمره ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي دي په ښکاره تېزندي کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG