لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش دعوه کړې چې په مالي کې يې ۱۶ عسکر وژلي


د داعش د مبینه حملې په اړه لومړي رپورټونه د اګست په دریمه نېټه مخې ته راغلي وو خو د مالي پوځي واکدارانو په دې اړه څه نه دي ویلي
د داعش د مبینه حملې په اړه لومړي رپورټونه د اګست په دریمه نېټه مخې ته راغلي وو خو د مالي پوځي واکدارانو په دې اړه څه نه دي ویلي

داعش وسله والې دعوه کړې چې د مالي په شمال مشرقي سیمه مېناکا کې يې تېره هفته په یوه حمله کې ۱۶ عسکر وژلي دي.

د داعش د مبینه حملې په اړه لومړي رپورټونه د اګست په دریمه نېټه مخې ته راغلي وو خو د مالي پوځي واکدارانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

داعش په عماق نومې خپله مطبوعاتي وېب پاڼه وویل چې وسله والو يې د مالي په هغه پوځي قافله د کمین نه حمله وکړه چې د نیجر په لوري روان و.

داعش وویل د مالي ځواکونو سره په جګړه کې ګڼ شمېر عسکر زخمیان هم شول.

مالي د ۲۰۱۲ راهسې د وسله والو خلاف جنګيږي چې د هېواد په شمال کې یې جګړه شروع کړې.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، مالي په شمال کې شروع شوې د وسله والو شورش د هېواد مرکز، او ګاونډیو ملکونو بورکینا فاسو او نیجر ته هم خپور شوی دی.

د مالي مېناکا سیمه د تېرو څو میاشتو د مالي ځواکونو او د داعش وسله والو د جګړې مرکز دی.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ په یو وروستي رپورټ کې ویلي د سږ کال د شروع کېدو راهسې د داعش وسله والو په سلګونو کسان وژلي او په زرګونو خلک يې په کورونو پرېښودو مجبور کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG