لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دولت اسلاميه د بل امريکايي صحافي د وژلو ويډيو خپره کړې


د امريکې د خارجه وزارت وياندې جېن ساکي وئيلي ، امريکايي چارواکي د نوې خپرې شوې ويډيو جائزه اخلي او که دغه ويډيو هم رښتيا ثابتيږي نو دا به د هغويې دپاره د غم خبره وي .
د امريکې د خارجه وزارت وياندې جېن ساکي وئيلي ، امريکايي چارواکي د نوې خپرې شوې ويډيو جائزه اخلي او که دغه ويډيو هم رښتيا ثابتيږي نو دا به د هغويې دپاره د غم خبره وي .

په عراق او شام کې فعاليت لرونکې تندروه ډلې دولت اسلاميه لخوا يو ويډيو خپره شوې ، چې پکې د يو بل امريکايي صحافي نه سر قلم کړی شوی دی . په ويډيو کې ښکاره کړی شوی کس په مبينه توگه تښتول شوی امريکايي صحافي اسټيون سوټلوف دی .

په ويډيو کې يو پټ مخې کس نړيواله ورورولۍ ته دړکه ورکړې ، چې د دولت اسلامي په ضد دې د امريکې د اتحاد څخه په ډډه اوسي .

په ويډيو کې ښکاره شوي جنگيالي په خپلو خبرو کې وئيلي ، که چرته د دولت اسلاميه په ضد د امريکې او غربي هيوادونو کاروايانې روامدارې وساتل شوې ، نو د تنظيم په قېد کې د برطانيي تښتول شوی ډيوډهېنز نومې کس به هم قتل کړي .

تندره وسله واله جنگيالۍ ډلې تېره مياشت هم يوه داسې ويډيو خپره کړې وه او په هغې کې جنگيالو په شام کې دوه کاله وړاندې د بې درکه شوي امريکايي صحافي جېمزرائټ فولي څخه سر قلم کول ښودلي ؤ .

امريکايي چارواکو د دغې ويډيو پخلی کړی ؤ ، او وئيلي يي ؤ د تندروه ډلې په ولقه کې گېرد نورو امريکايانود راخلاصولو دپاره هڅې کوي .

د امريکې د خارجه وزارت وياندې جېن ساکي وئيلي ، امريکايي چارواکي د نوې خپرې شوې ويډيو جائزه اخلي او که دغه ويډيو هم رښتيا ثابتيږي نو دا به د هغويې دپاره د غم خبره وي .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ د اسټيون سوټلوف د وژل کېدو د خبر څخه ډډه کړې او وئيلي يي دي د امريکې د حکومت دعاگانې د سوټلوف د کورنۍ سره دي .

امريکايي صحافي اسټيون سوټلوف د امريکايي مجلو ٫٫ ټائم ،، او ٫٫ فارن پاليسي ،، دپاره خدمات ترسره کول ، او هغه وسله والو د کال ۲۰۱۳م د اگست په مياشت کې هغه وخت تښتولی ؤ ، چې په شام کې يې د خبريالۍ خدمات ترسره کول .

د نهې په ورځ د تندروه ډلې لخوا خپره شوې ويډيو ، د جېمزرائټ فولي د وژل کېدو د ويډيو په ډول ده .

په دغې ويډيو کې سوټلوف ته د جېمزفولي په رنگ نارنجې اغوستل شوي ، او د هغه وژونکي پټ مخي کس تورې جامې اچولي دي . او سوټلوف هم د جېمزفولي په څېر په زور کښېنول شوی دی .

په ويډيو کې دا نه ده څرگند کړی شوې چې کله ريکارډ کړی شوې ده .

امريکې تېره مياشت په عراق کې د دولت اسلامي ډلې په ځالو او جنگيالو فضائي حملې پېل کړې وې ، چې له امله يې د شام او عراق په لويه علاقه قبضه گيرې تندروه ډلې ته ډېر زيان اوختی دی .

د لمړي امريکايي صحافي د وژنې په ويډيو کې وسله والو امريکې ته خبرداری ورکړی ؤ ، که چرته امريکې په عراق کې د دغه ډلې په ضد کاروايانې منع نه کړې نو دويې به نور دغه رنگ گامونه پورته کړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG