لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په وېسټ بېنک کې د ۵۳۰۰ نوو کورونو د جوړېدو منظوري ورکړې ده


د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې په وېسټ بېنک کې د یهودیانو افرت نومې ابادي لیدل کېږي
د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې په وېسټ بېنک کې د یهودیانو افرت نومې ابادي لیدل کېږي

د اسرایل حکومت په مقبوضه وېسټ بېنک کې د ابادکارۍ په لړ کې د قریباً د ۵۳۰۰ نوو کورونو د جوړېدو د منصوبې منظوري ورکړې ده. دا خبره یو تنظیم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.

د اسرایل دا تازه فېصله په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ابادکارۍ د ګړندیو کوښښونو برخه ګنل کېږي چې په سیمه خپل واک اختیار زیات کړي او په مستقبل کې د فلسطیني ریاست د قیام مخه ونېسي.

په وېسټ بېنک کې د اسرایل د نوو کورونو جوړولو د منصوبې په اړه خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلی دی په غزه کې د نهو میاشتو جنګ د ودرولو دپاره د څو هفتو راهسې د ځنډ ښکار سفارتي کوښښونه ښکاري چې بیا شروع شوي دي.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر ویلي نېټن یاهو فېصله کړې چې د سولې مذاکرات بیا د شروع کولو دپاره به مرکچیان لېږي. یوه ورځ مخکې اسرایل سره په جنګ کې ښکېلې فلسطیني مسلح ډلې حماس منځګړو د امریکې حمایت یافته د امن تجویز ته خپل جوابونه ورکړل.

د اسرایل په شمالي سرحد د اسرایلي ځواکونو او په لبنان کې مېشته د ایران حمایت یافته مسلح ډلې حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی هم زیات شوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حزب الله وویل په اسرایل يې تر ۲۰۰ پورې راکټې ورولي او د چاودېدونکو موادو په ډرون حمله کرې ده. ډلې وویل په اسرایل یې حمله د اسرایل په بمبارۍ کې د خپل یو کمانډر د وژل کېدو په بدل کې کړې ده.

په وېسټ بېنک کې د ابادکارۍ د اسرایل چټک شوي کوښښونه په سیمه کې تاوتريخوالي د نور زیاتېدو خطر پېدا کوي. په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې هم په تشدد کې اضافه شوې ده.

د ابادکارۍ خلاف اسرایلي تنظیم پيس ناو وویل د حکومت د منصوبه سازۍ شورا هایر پلېنېګ کاونسل په ټول وېسټ بېنک کې د۵۲۹۵ کورونو د جوړېدو منظوري ورکړې ده. کاونسل درې د اردن په وادۍ او د هېبرون ښار سره نږدې درې غېرقانوني ابادیو ته قانوني شکل ورکړو.

پيس ناو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په تېرو دېرشو کلونو کې په وړمبي ځل اسرایل په دومره لویه پېمانه په ځمکه د قبضې منظوري ورکړه.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې وویل د اسرایلي کاونسل سرپرستې ادارې سره د تبصرې دپاره رابطه وکړه خو ادارې ورته د نېټن یاهو دفتر سره د رابطې مشوره ورکړه خو د هغه دفتر جواب و نه وېلو.

د نېټن یاهو په حکومت کې د ابادکارانو او د هغوی د حمایتیانو غلبه ده. سخت دریځه قام پرسته بېزلل سماټرېک د خزانې وزیر او خپله هم اباد کار دی. هغه د ابادکارۍ د پالېسۍ مشر دی او ویلي يې دي چې په ابادکارۍ کې د چټکتیا مقصد یې دا یقیني کول دي چې فلسطیني ریاست قایم نه کړی شي.

په وېسټ بېنک کې په تېرو څو میاشتو کې د زیات شوي تشدد په مهال په فلسطینیانو د ۱۰۰۰ نه زیاتې حملې شوي چې په کې مرګونه شوي دي، جایدادونو ته نقصان رسوول شوی دی او په ځینو موقعو فلسطینیان مجبور شوي چې خپل کلي پرېږدي.

فلسطینیان وېسټ بېنک، مشرقي یروشلم او غزه د خپل اینده ریاست برخه ګڼي. دا ټولې علاقې اسرایل په کال ۱۹۶۷ کې عربانو سره په جنګ کې نیولي دي.

د اسرایل د نوو کورونو منظوري ممکنه ده چې د هېواد ملاتړی امریکا راوپاروي چې د ابادکارۍ په ضد خبره وکړي خو په دې لړ کې يې په اسرایل څه ډیر دباو نه دی راوړی.

د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وژل شوو کسانو شمېره د ۳۸۰۰۰ نه زیاته شوه. وزارت په دغه شمېره کې دا فرق نه کوي چې په وژل شوو کسانو کې څومره وسله وال او څومره ملکي خلک دي. په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس ۲۵۰ نور کسان یرغمال نيولي وو. د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې نېټن یاهو ویلي فلسطیني ډلې د ختمېدو پورې به دوام لري.

توقعو ده چې اسرایلي مرکچیان به د جمعې په ورځ د قطر سرښار دوحه ته ورسېږي چې د امریکايي، مصري او قطر منځګړو سره خبرې وکړي.

د امریکې د صدر جوبایډن د حکومت یو چارواکي وویل وایټ هاوس ګڼي چې د سولې کوښښونه بیا شروع کېدل لوی پرمختګ دی. چارواکي خبرداری وکړو چې لا نور ډېر کار پروت دی.

د نېټن یاهو دفتر وویل اسرایلي وزیراعظم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بایډن سره خبرې وکړې او امریکايي صدر ته وویل چې اسرایل جنګ ختمولو ته ژمن دی خو چې ټول اهداف ترلاسه شي، چې په کې حماس د ولکې نه یرغمالان ازادول او د حماس ختمول شامل دي.

صدر بایډن نېټن یاهو ته ده خبره واضحه کړه چې وخت راغلی چې د سولې معاهدې ترسره کړی شي. دا خبره امریکايي چارواکي وکړه. بایډن او نېټن یاهو ۳۰ منټه خبرې وکړې.

په غزه کې د امن دپاره امریکا مرحله وار تجویز حمایت کوي چې په کې د حماس د ولکې نه د یرغمالانو او د فلسطيني قېدیانو ازادي، مستقل امن او غزه نه د اسرایلي ځواکونو انخلا شامله ده. خو تر اوسه یو فریق هم دې تجویز ته غاړه نه ده ورکړې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG