لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په غزہ پټۍ کې دوہ بریګېډہ پوځ په ځای کړ‎ی


د اسرایل پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، په غزہ پټۍ کې یې دوہ بریګېډہ ریزرو پوځ په ځای کړ‎ی په داسې وخت کې چې اسرایل په جنوبي رفح ښار کې د عملیاتو تیاری کوي.

پوځ ویلي، بریګېډونه به دفاعي او تکنیکي مشن ترسرہ کوي خو په دغه اړ‎ہ یې نور جزیات نه دي شریک کړ‎ي.

د اسرایل چارواکو ویلي، په رفح کې عملیات اړ‎ین دي د دې دپارہ چې د حماس وسله والې توندلارې ډلې د ختمولو ھدف ترلاسه کړ‎ل شي.

امریکې، ملګرو ملتونو او نورو ھیوادونو په دغو عملیاتو اندېښنه څرګندہ کړ‎ې او ویلي دي دا به په رفح کې بشري بحران جوړ‎ کړ‎ي.

ویل شوي په سیمه کې د غزې د نیمې نه زیاتې ابادۍ پناه اخستې، دغلته زیاترہ خلک د غزې د نورو سیمو څه د جګړ‎ې او اسرایل د حکمونو له امله ورغلي دي.

د شورو په ورځ د اسرایل پوځ ویلي، په تیرہ ورځ کې یې جېټ الوتکو په غزہ کې 50 اھداف په نخښه کړ‎ي دي.

د اسرایل پوځ په جنوبي لبنان کې په حزب الله ھم حملې کړ‎ي دي، دغه حملې د حزب الله د حملو په ځواب کې کړ‎ي، یادې توندلارې وسله والې ډلې ویلي وو د اسرایل د پوځ لخوا په ملکي خلکو د د ھوایي حملو په غبرګون کې حملې کړ‎ې وې.

امریکې، حماس او حزب الله دواړ‎ہ ترھګرې ډلې ګرځي دي.

د اسرایل په وینا، حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړ‎ې، 1200 کسان یې وژلي، 250 یې یرغمال کړ‎ي چې خواوشا د 100 نه زیات یې اوس ھم په بند کې دي.

اسرایل د یادې حملې په غبرګون کې د حماس ختمولو او یادې ډلې بیا د حملې نه جوګه کېدو په موخه عملیات پیل کړ‎ي وو، په غزہ کې د صحت وزارت ترمخه په دغو عملیاتو کې 34,183 فلسطینیان وژل شوي او 77,000 نور ژوبل شوي دي.

وزارت د ملکي خلکو او جنګیالو فرق نه دي ویلی خو وایي په وژل شوو کې زیاترہ ښځې او ماشومان دي.

(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG