لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیلي عدالت ویلي حکومت د انساني حقونو یو کارکوونکی ملک بدر کولی شي


د اېچ ار ډبلیو سیمه ییز مشر عمر شاکر
د اېچ ار ډبلیو سیمه ییز مشر عمر شاکر

د اسرائیل سپریم کورټ یا د هېواد تر ټولو لوې عدالت د حکومت د دې فېصلې حمایت کړی دی چې د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ سیمه ییز مشر دې د ملک نه وباسي.

د هیومن رایټس واچ سیمه ییز مشر عمر شاکر امریکايي شهري دی او اسرائیل په هغه الزام لگولی چې هغه د اسرائیل خلاف د اقتصادي بندیزونو او د اسرائیلي مصنوعاتو د بائیکاټ حمایت کوي.

دا لومړی ځل دی چې په کال ٢٠١٧ کې د جوړ شوي قانون دلاندې په اسرائیل کې په قانوني توگه میشته کس ته د ملک د پرېښودو امر شوی دی. اسرائیل دغه قانون د هغه غیرملکیانو خلاف جوړ کړی چې د فلسطینیانو په حمایت کې د بي ډي اېس نومې تحریک ملاتړ کوي، یعني په اسرائیل د اقتصادي بندیزونو او د اسرائیلي مصنوعاتو د بایئکاټ پلوي کوي.

شاکر ته په ٢٠ ورځو کې اسرائیل نه د وتلو امر شوی دی.

عمر شاکر چې د اسرائیل او فلسطیني علاقو دپاره د هیومن رایټس واچ مسؤل دی، وویل هغه به په دغو ورځو کې کوښښ کوي چې د اسرائیل حکومت خپله فیصله بدله کړي هغه وویل دا د یو تن یا د یوې ادارې مسله نه بلکې د جمهوریت سره د اسرائیل د ژمنې خبره ده.

اسرائیل د امریکې د کانگر د دوو مېرمنو غړو ترڅنگ ځینو نورو خلکو ته هم هېواد ته د ورتگ اجازت نه دی ورکړی خو دا به لومړی ځل وي چې اسرائیل به یو تن ملک بدر کړی شي.

هیومن رایټس واچ ویلي نه عمر شاکر او نه هم ادارې د اسرائیل د بائیکاټ خبره کړې ده. اېچ ار ډبلیو وویل اسرائیل د عمر شاکر خلاف دغه گام ځکه اخیستی چې اداره د فلسطین په ویسټ بېنک کې د اسرائیلي ابادکارۍ مخالفت کوي چې د نړیوال قانون دلاندې غیر قانوني اقدام گڼل کیږي.

د اېچ ار ډبلیو اېگزېکټیو ډاېرېکټرې کنېت رات وویل د اسرائیلي سپریم کورټ فېصله ښايي په اسرائیل کې د فلسطینیانو د حقونو خبره د رای په ازادۍ کې نه ده شامله.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل د اسرائیل د سپریم کورټ فيصله د کرکې وړ او بزدلانه وبلله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG