لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسراییل او د فلسطینیانو حماس ډلې په ډزبندۍ اتفاق وکړ


اسراییل او د فلسطینیانو حماس ډلې د مصر په منځګړېتوب، په ډزبندۍ اتفاق کړی دی. دا خبره د اسراییل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر او د مصر سرکاري ټي وي کړې ده. حماس ویلي چې د هوکړې له مخې، ډزبندي د جمعې ورځې د شپې دوه بجو نه پس شروع شوې ده. په دې ډول د وروستیو څو ورځو خونړي تشدد ته به د پای ټکی کېښودل شي. دا ډزبندي د مصر لخوا پیشنهاد شوې وه، چې بیا د اسراییل کابینې کې ورباندې ووټ اخیستنه وشوه او د اسراییلي چارواکو په وینا، د کابینې ټولو غړو په اتفاق سره رایه ورکړه چې دوه اړخیزه او د قید و شرط بغیر دې ډزبندي وشي. د رپوټونو له مخې، د ډزبندۍ له پیلېدو نه څو مېنیټه مخکې هم دواړو اړخونو په یو بل ګوزارونه وکړل، خو د زیانونو په اړه یې معلومات ندي ورکړل شوي. په تېرو یوولسو ورځو کې، د اسراییل او د فلسطيني ډلو ترمنځ تشدد دوام درلود چې د نړېوالو پام یې ځان ته رااړولی و.

په دې موده کې نړېوالو د تشدد د کمېدو غږ وکړ او په شورو/چهارشنبې د امریکا صدر جو بایډن هم په اسراییل ټینګار وکړ چې تشدد دې کم کړي. حماس ډلې ویلي تر هغو چې اسراییل دا ډزبندي ساتلې وي، دوی به یې هم وساتي.

د حماس او اسراییل ترمنځ دا وروستۍ نښتې د مئې په لسمه پیل شوې او د غزې د صحت چارواکي وایي چې په تېرو یوولسو ورځو کې، د اسراییلي طیارو په بمباریو کې ۲۳۲ فلسطینیان ووژل شول چې ۶۵ یې ماشومان و. همدا راز هغوی وایي چې ۱۹۰۰ نور زخمیان شوي دي. اسراییل بیا وایي چې لږ ترلږه ۱۶۰ تنه فلسطیني جنګیالي یې وژلي دي. دا هم ویل شوي چې د حماس په راکټونو، اسراییل کې دوولس تنه وژل شوي او سلګونه نور زخمیان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG