لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلسطین صدر د مزاکراتونه انکار کړی

تصویر کې د شرقي یورشلم سره نزدې د یهودیانو د پاره د اباد کارۍ منظر
تصویر کې د شرقي یورشلم سره نزدې د یهودیانو د پاره د اباد کارۍ منظر

د فلسطین صدر محمود عباس وئیلې تر څو اسرائیل د شرقي یروشلم په شمول په ټولو قبضه شوې علاقو کې د یهودیانو د پاره د ابادیو جوړول عمل او نه تړې فلسطینیان به د امن د پاره مزاکراتو کې نه کښېني.

د اتوار په ورځ د مصر د سفر په مهال محمود عباس اوئیل د امن د پاره خبرې تر هاغه وخت پورې نشې کیدی ترڅو اسرائیلیان په هاغه سیمو کې د ابادیو کار جاري ساتې چرته چې فلسطینیان خپل ریاست جوړول غواړي.

اسرائیل وائې په یروشلم کې د ودانۍ کار تړلو د پاره به کوم شرط نه مني.

د امریکا په منځگړیتوب کې شورو د اسرائیلیانو او فلسطینیانو په منځ کې د امن مزاکرات په ستمبر کې ددې ورسته ځنډیدلې دي کله چې اسرائیل په مقبوضه غربي تړانگه کې په ابادیو د ١٠ میاشتو راهسې لگول شوې پابندې ختمه کړه.

محمود عباس د اتوار په ورځ د مصر صدر حسنې مبارک او د خالي په ورځ د عرب لیگ مشر امر موسې' سره د اسرائیل د اباد کارۍ او د امن مزاکراتو په لاره په نورو خنډانو خبرې اترې ووکړې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG