د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ په غزه پټۍ کې پر ګڼ شمېر هدفونو بریدونه کړي او عیني شاهدانو ویلي د رفح ښار په شاوخوا کې هم هوایي بریدونه شوي دي. اسرایل ویلي په غزه کې د عملیاتو په مهال یې دوه نور پوځیان وژل شوي دي.
عیني شاهدانو د جمعې په ورځ وویل اسرایلي پوځ رفح ښار او د مرکزي غزې نصیرات سیمه په نخښه کړل او په شمالي غزه کې هم د شدیدو بمباریو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت سرچینو ویلي چې د دیر البلاح په یو روغتون او د نصیرات د بې ځایه شویو خلکو پر کېمپ باندې د شپې په برید کې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي دي.
د اسرایل پوځ ویلي، د دوی پوځیان په رفح کې "عملیاتو ته دوام ورکوي" او د ښار په مرکز کې یې وسلې راکټ لانچر، وسلې او "د ټونلونو سمڅې" موندلې دي او په برید کې یو وسلوال په نخښه کړی او وژلی دی.
اسرایلي پوځ له نور تفصیل ورکولو پرته ویلي چې په مرکزي غزه کې یې په نورو هوایي بریدونو کې "څو ترهګر وژلي چې د دوی پوځ ته شاوخوا یې فعالیت کاوه"، خو وایي په جګړه کې د دوی دوه نور پوځیان وژل شوي دي.
په غزه کې د اسرایلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا 300 اسرایلي پوځیان وژل شوي دي.
له مصر سره پر پوله د رفح ګڼ میشتی ښار په غزه کې د نیژدې اته میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د اسرایلي ځواکونو وروستی مرکز دی.
په رفح ښار کې د ملکي وګړو د خونديتوب په اړه له نړیوالو اعتراضونو سره سره، اسرایل د می په لومړیو کې پر دغه ښار بریدونه پیل کړل.
ددې اونۍ په پیل کې د اسرایل هغه هوايي برید په نړیواله کچه اعتراضونه را وپارول چې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یو کېمپ یې وکړ او کېمپ اور واخیست چې 45 کسان پکې ووژل شول.
اسرایل د چارشنبې- شورو په ورځ وویل چې ځواکونو یې د غزې او مصر پر پوله د فیلاډلفي په نوم 14 کیلومیټره اوږد کوریډور نیولی دی او دعوه یې کړې چې له دې لارې وسلې قاچاق کېدلې.
مصر له اوږدې مودې د اسرایل او حماس تر منځ منځګړیتوب کوي، خو اسرایلي ځواکونو چې رفح ښار نیولی په دې اړه یې تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
په غزه کې د ډزبندۍ لپاره سفارتي هلې ځلې ورو شوې دي او حماس ویلي منځګړو ته یې خبر ورکړی که اسرایل خپل "تېری" ودروي پر یوې داسې "هراړخیزه" ډزبندۍ به اتفاق وکړي چې پکې یرغمل کسان او بندیان تبادله شي.
د غزې روغتیا وزارت په وینا د اسرایلي پوځ په بریدونو کې تر اوسه څه باندې 36,000 کسان وژل شوي چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي. اسرایل وایي ځواکونو یې په رفح کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې شاوخوا 300 فلسطیني وسلوال وژلي دي.
په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شوه، چې د اسرایلي شمېرو له مخې دې ډلې شاوخوا 1,200 کسان ووژل او 250 یې یرغمل کړل چې په هغوی کې شاوخوا 125 لا هم د حماس په ولکه کې دي.
ملګرو ملتونو ویلي په رفح کې د عملیاتو تر پیل مخکې شاوخوا 1.4 میلینه کسانو پناه اخیستې وه، خو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این آر ډبلیو اې ویلي چې د عملیاتو له پیل را وروسته تر اوسه یو میلین کسان له دې سیمې کډه کېدو ته مجبوره شوي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum