د حماس په انتظام چلېدونکي د غزه د صحت وزارت ويلي د جمعې په ورځورځ د اسرایل په هوايي حمله کې هغه اېمبولېنس لګیدلی دی چې د غزه د شمالي برخې نه يې زخمیان منتقېلول. په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او د 60 نورو کسانو د زخمي کېدو وېل شوي دي.
د اسرایل پوځ ویلي د یو اېمبولېنس شناخت یې کړی و چې د حماس یوې "ترهګرې څانګې" استعمالولو. اسرایلي پوځ وویل په حمله کې د حماس وسله وال وژل شوي دي. اسرایلي پوځ په حماس الزام ولګولو چې وسله وال او وسلې په اېمبولېنسونو کې انتېقالوي.
د حماس یو چارواکي عزت الرشق د وسله والو د موجودګۍ الزامات بې بنیاده وبلل.
د غزه د صحت وزارت ترجمان اشراف القدره وویل د اسرایل په حمله کې لګېدلی اېمبولېنس په هغه قطار کې شامل و د غزه الشفا هسپتال سره په هدف شو.
القدره وویل اسرایل دغه قافله د یو نه زیاتو ځایونو کې په هدف کړې ده، یو ځای د الشفا هسپتال د دروازې سره نږدې او بیا یو کېلومېټر لرې په انصار چوک کې.
د پېښې په اړه خپل بیان کې د اسرایل پوځ د دې خبرې په تاید کې داسې څه ثبوت وړاندې نه کړو چې د اېمبولېنس تړون د حماس سره و. اسرایلي پوځ وویل په دې اړه به نور معلومات وروسته شایع کوي.
اسرایلي پوځ وویل په دې خبره ټینګار کوي چې دا د جنګ علاقه ده او ملکي کسانو ته په تېکرار وېل شوي چې د خپل تحفظ دپاره دې شمال لوري ته تګ وکړي.
روېټرز خبري اداره وايي دا ورته ممکنه نه وه چې د پېښې په اړه د دواړو خواو د بیانونو په زاده توګه تصدیق وکړی شي.
په شوسل میډیا خور شوي وډیو چې روېټرز یې تصدیق کړی ښودل کېږي چې د یو اېمبولېنس سره نږدې خلک په وینو کې پراته دي. د اېمبولېنس رڼا بله وي او خلک د مرستې دپاره ورځي.
په بله وډیو کې درې اېمبولېنسونه په قطار ولاړ لیدل کېږي، ورسره قریباً 12 کسان پراته دي چې یا خو حرکت نه کوي او یا ډیر معمولي حرکت کوي. وینا هم پرته ده لیدل کېږي.
د ملګرو ملتوو د صحت ادارې مشر ټیډروس اېدونېم ګېبرېسس په سوشل میډیا وویل په دې رپورټونو سخت غمجن شوی چې په هغه اېمبولېنسونو حملې شوي دي چې مریضان يې انتېقالول.
اسرایل په حماس الزام لګوي چې خپل کمانډ مرکزونه او د خپلو څمڅو دروازې په الشفا هسپتال کې پټي کړي دي. اسرایل د غزه په شمالي برخو کې اوسېدونکو ته دا هم ویلي چې د سيمې جنوبي برخې ته دې لاړ شي. اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د غزه ښاره محاصر کړو.
حماس او د الشفا هسپتال چارواکي دا خبره ردوي چې وسله وال روغتون د خپل مرکز په توګه استعمالوي.
Forum