لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انصاف نړیوال عدالت د امر باوجود اسرایل د رفح په ګډون د غزې پر بېلابېلو برخو نن بریدونه کړي


د انصاف نړیوال عدالت پرون اسرایل ته امر وکړ چې په رفح ښار کې پوځي عملیات سمدستي ودروي خو د اسرایل پوځ نن بیا د رفح په ګډون د غزې پر بېلابېلو سیمو بمباریو ته دوام ورکړی دی.

د اسرایل د جګړې کابینې یو مهم غړي بني ګانتز ویلي د دې هیواد پوځ به تر هغې په غزه کې د حماس خلاف جګړه کوي چې ټول یرغمل شوي کسان یې "په خوندي توګه" نه وي را خوشي کړي.

د اسرایل پوځ د ای سي جې له پروني حکم څو ګنټې وروسته نن د خالي- شنبې په سهار په داسې حال کې چې له حماس ډلې سره یې نښتې روانې وې، د غزې په بېلابېلو برخو کې هوايي بریدونه وکړل.

فلسطیني عیني شاهدانو او د اې ایف پي خبریالانو لیدلي چې دا بمبارۍ په رفح او مرکزي ښار دیرالبلاح کې شوې دي، خو د اسرایل د ملي امنیت سلاکار زاچي هېنګبي په یوه بیان کې ویلي:

"اسرایل په رفح کې داسې عملیات نه دي کړي او نه به یې وکړي چې د ټولو یا څه برخه فلسطیني ملکي وګړو د ژوند د تباهۍ سبب شي".

د انصاف نړیوال عدالت د جمعې په ورځ له حماس سره د یرغمل کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه هم کړې وه او دا غوښتنه له هغه څو ګنټې وروسته وه چې اسرایل وویل پوځ یې له شمالي غزې د درو نورو یرغمل کسانو مړي تر لاسه کړي دي.

که څه هم د ای سي جې دا حکم په غزه کې د جګړې بندولو لپاره پر اسرایل فشارونه زیاتوي خو اسرایل بیا ددې د عدالت له حکم وروسته د جمعې په ورځ وویل عمل به پرې ونه کړي.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نیتناهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت په ګډ بیان کې د انصاف نړیوال عدالت دا حکم غندلی او پر اسرایل د جنوبي افریقې لګېدلي د فلسطینیانو د "قتلِ عام" تورونه یې "ناسم، کرکجن او تېري کوونکي" بللي دي.

فلسطیني وسلوالې ډلې حماس، چې له 2007م کال راهیسې پر غزې پټۍ واکمنه ده، په رفح کې د اسرایل د عملیاتو درېدو په اړه د انصاف د نړیوال عدالت د امر هرکلی کړی او د غزې د نورو برخو په اړه د داسې امر نه کولو باندې یې پر عدالت نیوکې کړې دي.

د غزې یوې یوې اوسېدونکې فلسطینۍ مېرمن اوم محمد العشقا د جګړې له امله دیرالبله ښار ته بې ځایه شوې، هغه وایي، "موږ هیله لرو چې د انصاف د نړیوال عدالت پرېکړه به پر اسرایل فشار راوړي چې دغه وحشت ختم کړي، ځکه دلته هیڅ پاته نه دي".

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس په بریدونو کې 1,200 تنه وژل شوي او 252 یرغمل کړی شوي وو. د اسرایل پوځ وایي په هغوی کې 121 پاته دي چې وایي 37 پکې مړه شوي دي.

د حماس تر واک لاندې د غزې روغتیا وزارت وایي د اسرایل په بریدونو کې په تېرو شاوخوا اووه نیمو میاشتو کې لږ تر لږه 35,800 کسان وژل شوی چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG