د اسرايل په بمبارۍ کې د جمعې په ورځ د لبنان سرښار بېروت یوه مضافاتي علاقه ولګېدله، چې په نتیجه کې يې د سیمې نه لوګي پورته شول. د دې نه مخکې اسرایل مقامي خلکو ته سیمې نه د وتلو حکم کړی و.
د لبنان سرکاري خبري ادارې نېشنل نیوز اېجنسي وویل یو اسرایلي ډرون غبیري نومې علاقه په دوو مزایلو وويشتله او د دې وروسته هوايي پوځ درنه حمله وکړه او د میونېسېپل دفترونو سره یوه وداني يې نسکوره شوه.
مقامي خلکو ته سیمې نه د انخلا حکم د اسرایلي پوځ ترجمان ایوېکی ادري په اېکس، پخواني ټوېټر، جاري او د بمبارۍ په اړه يې خبرداری کړی و.
په بیان کې وېل شوي وو چې د بېروت په جنوبي مضافاتو کې ټول او په خصوصي توګه د غبیري سيمې خلک د حزب الله د بنیادي اډڼې سره اوسېږي او د خپل او د خپلو کورنیو تحفظ دپاره دې او د پېوسطو علاقو څخه ووځي.
د ادري پېغام سره نقشې هم شایع کړی شوي وې چې په کې د بوستان های سکول سره شا او خوا د ودانیو شنخات شوی و.
د بېروت په جنوب کې د اسرایل د بیا بیا هوايي حملو په سبب د سیمې نه په لویه شمېره کې ملکي خلک وتلي دي خو ځېني خلک د خپلو کورونو او کاروبارونو حال اخیستلو دپاره بېرته ورځي. دا علاقه د حزب الله مرکز ګڼل کېږي.
د لبنان نېشنل نیوز اېجنسۍ دا خبره هم ورکړی چې د لبنان په جنوبي ښار النبطیه هم سحر د لمر خاته نه مخکې بمبارې شوې ده.
اسرایلي پوځ وویل ځواکونو يې د حزب الله د خصوصي وسله والو څانګې الضوان د کمانډ مرکزونه هغه او هغه ځایونه ویشتي چې ډلې به ترې د راکټونو حملې کولې.
اسرایلي پوځ وویل په تېره ورځ کې يې په لبنان کې په ۱۲۰ هدفونه ویشتې دي چې په د وسلو د ذخیره کولو ځایونه، د کمانډ مرکزونه او د راکټونو لانچرې شاملې وې.
د سېپټمبر د ۲۳ راهسې اسرایل د حزب الله خلاف د هوايي حملې چټک کړي او بیا یې لبنان ته ځمکني عسکر لېږلي دي. د دې نه مخکې د یو کال راهسې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله وسله والو ترمنځ به د اسرایل او د لبنان په سرحدي سیمو کې وخت په وخت جګړې کېدلې.
د لبنان چارواکي وايي د تېر کال د اکتوبر د میاشت راهسې په لبنان کې جنګ دلاسه د ۳۳۸۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
ورلډ بېنک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د جنګ د لاسه لبنان ته د پينځه بېلین ډالرو نه زیات نقصان شوی خو د هېواد د بنیادي اډانې نقصان هم په بېلینونو ډالرو کې دی.
Forum