لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې په رفح ښار کې د اسرایل په بمبارۍ کې د شپږو ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي


د فلسطین د محاصره شوې غزې پټۍ د یو روغتون چارواکي وایي، په جنوبي ښار رفح کې پر یو کور باندې د اسرایلي ځواکونو په تازه هوایي بمبارۍ کې د شپږو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

د غزې د ملکي دفاع د ادارې په وینا دا برید د جمعې په ورځ ناوخته د رفح ښار په «تل السلطان» سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ باندې شوی دی.

د رفح ښار د ابو یوسف النجار روغتون چارواکي وایي، د شپږو ماشومانو، دوو ښځو او یوه سړي مړي وروړل شوي دي.

په روغتون کې یې خپلوانو ژړل او په سپینو کفنونو کې د نغښتو ماشومانو پر مړیو غوړېدل، خو نورو ورته تسلي ورکوله.

د احمد برهوم په نوم تن وایي په وژل شویو کسانو کې د ده اخښی عبدالفتاح رضوان، د هغه مېرمن نجلا احمد اویداح او د دوی درې ماشومان شامل دي. په پېښه کې خپله د برهوم مېرمن روان رضوان او پینځه کلنه لور الا هم وژل شوې دي.

برهوم د شنبې- خالي په ورځ په ژړا کې د خپلې وژل شوې لور پر مړي غېږ غوړولې وه او اسوسیېټیډ پریس ته وویل:

"دا یوه داسې نړۍ ده چې له انساني ارزښتونو او اخلاقو خالي‌ ده. دوی پر یو داسې کور بمباري وکړه چې له بېځایه شویو خلکو، ښځو او ماشومانو ډک وو".

د رپوټونو له مخې له دغې بمبارۍ وروسته اسرایلي ځواکونو د جمعې په شپه یو بل ځای هم برید کړی دی خو په هغه کې چاته د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت د شنبې- خالي په ورځ وویل په تېرو څلرویشت ګنټو کې د اسرایل په بریدونو کې د وژل شویو 37 تنو مړي او 68 ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي‌ دي.

د غزې رفح ښار له مصر سره ګډه پوله لري او په دې سیمه کې په تېرو څو میاشتو کې د غزې د ټولې 2.3 میلینه ابادۍ نیمایي خلک د کډوالۍ ژوند تېروي، خو هلته هم ځانونه خوندي نه ګڼي.

که څه هم د اسرایل نیژدې متحد امریکې او نړیوالې ټولنې په وار وار پر اسرایل ږغ کړی چې په رفح کې له عملیاتو ډډه وکړي، خو د اسرایل وزیراعظم له څو میاشتو ټینګار کوي چې د حماس د بشپړ ځپلو لپاره به په دې سرحدي‌ ښار کې مځکني عملیات کوي.

که څه هم اسرایلي ځواکونو لا دغه پلان کړي مځکني عملیات نه دي‌ پیل کړي خو پرله پسې یې په تېرو څو میاشتو کې په دې سیمه او شاوخوا کې هوایي بمبارۍ کړې دي.

د رپوټ له مخې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس ډلې پر اسرایل برید وکړ، 1,200 تنه یې و وژل 250 یې یرغمل کړل. اسرایل وایي 130 یرغمل کسان لا هم په غزه کې دي او تر 30 د زیاتو مړینه یې تایید کړې چې یا د اکتوبر پر اوومه وژل شوي یا په بند کې مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا د حماس خلاف د اسرایل په جوابي عملیاتو کې تر اوسه لږ تر لږه 34,049 فلسطیانیان وژل شوي او 76,901 ټپیان شوي دي، خو په وژل شویو او ټپیانو کې یې د وسلوالو شمېر نه دی سره بېل کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG