لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د خور په ګډون د هغه د کورنۍ 10 غړي وژلي


په غزه کې ځایي چارواکو او په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ غړو ویلي، د سه شنبې- نهې په ورځ د غزې په شمال کې د اسرایل په یوه هوايي برید کې د هغه د کورنۍ 10 غړي ووژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې برید د غزې ښار په لوېدیځه برخه کې د شاطي په نوم سیمه کې د کډوالو په یوه کېمپ کې پر یوه کور شوی دی.

د غزې په روانه په جګړه کې تر دې وړاندې هم د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې د اسماعیل هنیه درې زامن وژل شوي وو.

د اسرایل پوځ ویلي د دوی ځواکونو د غزې په شمال کې په شاطي او یوه بله سیمه کې هغه ودانۍ په نخښه کړې دي چې ویل کیږي د حماس وسلوالو کارولې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلنټ ته خبرداری ورکړ، په غزه کې دې له حماس سره د جګړې د پراخېدو اجازه نه ورکوي چې اخر لبنان ته وغزېږي‌ او حزب الله پکې شامل شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر وویل، بلینکن "د جګړې د لا زیاتېدو د مخنیوي او یوې سفارتي حل لارې ته د رسېدو پر اهمیت ټینګار وکړ چې د اسرایل او لبنان دواړو کورنیو ته اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته ستنې شي".

بلینکن د اسرایل په دفاع وزیر باندې دا ټینګار هم کړی چې په غزه کې د مرستندویه کارکوونکو د ژغورنې لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

د اسرايل دفاع وزير به روانه اوونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکې د دفاع وزير لويډ آسټن په ګډون له نورو امريکايي چارواکو سره هم ویني او په غزه کې د جګړې په ګډون به پر دوه اړخیزو مسایلو ورسره خبرې کوي.

د دوشنبې- ګل په ورځ د یورپي اتحاد د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل په لګزمبرګ کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې د پراخېدو خطر د هرې ورځې په تېرېدو زیاتیږي. بوریل وویل، "زما په نظر له بده مرغه موږ د جګړې پراخېدو نیژدې شوي‌ یو".

ښاغلي بوریل دا هم وویل چې غزې پټۍ ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا لپاره ډزبندۍ ته سخته اړتیا ده او زیاته یې کړه چې "په غزې کې دننه د بشري مرستو رسول ناممکن شوي دي".

د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پېټ رایډر خبریالانو ته وویل، د دوشنبې- ګل په ورځ غزې ته د تازه جوړ شوي لنډمهاله سمندري بندر له لارې د مرستو رسېدل ځنډول شوي‌ دي ځکه چې وایي د بندر "د معمول د کتنې" کار روان دی.

د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ تر اوسه پورې د امریکې دې جوړ شوي بندر ته تر ټولو زیاتې مرستې ورسېدې. په دې ورځ 720 مېټرک ټنه مرستې د غزې ساحل ته ولیږدول شوې.

د پېټ رایډر په وینا د می میاشتې پر 17مه چې پر دې لنډمهاله بندر د مرستو عملیات پیل شوي له هغه راهیسې د امریکې پوځ د غزې ساحل ته د سمندر له لارې تر 6,200 مېټرک ټنه زیاتې مرستې رسولې دي.

مرسته کوونکي تنظیمونه وايي هغه لارې خوندي او د کار وړ نه دي چې د غزې له ساحل څخه مجبوره فلسطینیانو ته د مرستې رسولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

پېټ رایډر د دوشنبې- ګل په ورځ دا هم وویل چې د «یو ایس ایس ډوایټ ډي ایزن هاور» په نوم بېړۍ عمله به یې امریکې ته تر راستنېدو مخکې په روم سمندر کې "لنډه موده پاته شي".

هغه زیاته کړه چې دا بېړۍ به په راتلونکو ورځو کې د ارام سمندر له سیمې ووځي چې منځني ختیځ ته ولېږل شي او "د سیمې استحکام ته وده ورکړي، د تېري مخه ونیسي او په سیمه کې د ازاد تجارت تحفظ وکړي".

د امریکې یو اعلی پوځي افسر د دوشنبې- ګل په ورځ خبرداری ورکړ چې په لبنان کې د اسرایل برید به د یوې پراخې شخړې خطر پیدا کړي او ایران به له حزب الله سره مرستې ته وهڅوي.

اسرایل د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې د ایران د ملاتړ حماس ډلې خلاف له عملیاتو سره سره د لبنان پر پوله له حزب الله ډلې سره هم پرله پسې نښتې کوي او دواړه غاړې یو بل ته د مرګ ژوبلې دعوې کوي.

د امریکې د هوايي ځواک جنرل او د ګډو ځواکونو مشر سي کیو براون خبریالانو ته وویل، ایران به "لېواله وي چې له حزب الله سره زیاتې مرستې وکړي،" وایي حزب الله ډله تر حماس ډېرې وسایل لري.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، په غزه کې د حماس خلاف د جګړې "سخت پړاو" به "ډېر ژر" ختم شي، خو وایي اسرایل به په ممکنه توګه له لبنان سره د ګډې پولې خواته خپل ځواکونه ولېږي.

د منځني ختیځ جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرایلو د حماس د هه برید په نتیجه کې پیل شوه چې 1,200 کسان یې ووژل او شاوخوا 250 یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملیاتو کې تر اوسه پورې څه باندې 37,500 فلسطینیان وژل شوي دي چې وایي اکثره یې ملکي وګړي دي خو په زرګونو جنګیالي هم پکې شامل دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG