د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د غزه په شمالي او جنوبي برخو کې يې تازه هوايي بمباري کړې ده.
په غزه کې د اسرایل د تازه پوځي عملیاتو نه یوه ورځ وړاندې امریکې د ملګرو ملتونو په سېکیورټي کاونسل کې هغه قرارداد مسترد کړو چې په کې غوښتنه شوې وه چې په غزه کې دې د انساني خواښوږۍ په بنیاد سمدستي ډزبندي وشي، سیمې ته دې زیات امداد ورسول شي او د فلسطینیانو د بې کورۍ مخه دې ونیول شي.
په غزه کې د وروستي عملیاتو په اړه د اسرایل ډېفېنس فورسز وویل په خان یونس کې يې په لسګونو وسله وال وژلي دي. خان یونس د غزه په جنوبي برخه کې پروت دی.
په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په تېره ورځ کې د ۱۱۸ مرګونه رېکارډ شوي دي چې ورسره په جګړه کې د وژل شویو شمېره ۲۹۳۱۳ ته ورسېدله. په اووم اکتوبر په اسرایل کې د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې عملیات شروع کړي دي. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو چې ځینې په کې خوشي کړی شوي دي خو یو شمېر نور کسان لا د حماس په ولکه کې دي.
په غزه کې د اوربند دپاره سېکورټي کاونسل ته د الجزایر د قرارداد په اړه د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې استازې لېنډا ټامس ګرین فېلډ وویل حماس د ولکې نه یرغمالانو د ازادولو دپاره د معاهدې نه بغیر د ډزبندۍ غوښتنه مستقل امن نه شي قایمولی..
په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو نه پس دا دریم ځل دی چې امریکې د ډز بندۍ قرارداد ويټو یا مسترد کړو.
امریکا خپل قرارداد وړاندې کول غواړي چې سفارتکارانو وویل په رسمي توګه د سېکیورټي کاونسل غړو ته نه دی ورکړی شوی خو وي او ای لیدلی دی. د امریکې په مجوزه قرارداد کې د یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې د عارضي ډز بندۍ خبره شوې ده.
په مجوزه قرارداد کې د دې خبرې په ضرورت هم ټینکار شوی چې په رفح کې د اسرایلي پوځ د ممکنه عملیاتو په مهال دې د ملکي کسانو تحفظ یقیني کړی شي.
د ملګرو ملتونو دپاره فلسطيني استازي ریاض منصور وویل پکار ده چې په ډز بندۍ ډیر مخکې موافقه شوی وی.
اسرایلي سفیر ګېلاد اېردن د ډزبندۍ غوښتنه بې منقطه وبلله. هغه غوښتنه وکړه چې سېکیورټي کاونسل دې په اسرایل د حماس د اووم اکتوبر د حملې غندنه وکړي، چې تر اوسه يې نه ده کړې.
امریکي، برطانيې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم تاکلی دی.
Forum