لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل پوځ د غزه په جنوبي ښار رفح کې بمباري کړې


خان یونس ښار
خان یونس ښار

د اسرایل پوځ‌ ویلي د غزه په جنوبي ښار رفح کې یې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ فضايي حملې کړي او هغه وسله وال يې په هدف کړي چې د رفح څخه يې د راکټونو حمله کړې وه.

د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل د رفح څخه د چلول شوو راکټونو یې په کامیابۍ لاره ونیوله.

سرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جنوبي لبنان څخه ویشتل شوي مشکوک فضايي شیان هم راوغورځول خو دوه ډرون د اسرایل په ګلیلي علاقه کې وغورځېدل.

په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په لبنان کې مېشته حزب الله وسله واله ډله او اسرایلي ځواکونه د یو بل سره د ډزو تبادله کوي چې دا ویره يې راپارولې چې د اسرایل او حماس شخړه په سیمه اییزه کچه جنګ کې بدلېدلی شي.

بلخوا، د غزه پټۍ په شمالي ښار غزه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم جګړې دوام لرلو. یوه ورځ مخکې اسرایلي په سیمه کې ملکي خلکو ته د وتلو امر وکړو.

د ملګرو ملتونو د مشر اېنټونیو ګوټېرېس ترجمان سټیفان ډوجېرېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ وویل فلسطینیانو ته د انخلا د اسرایل تازه احکامات به د هغه فلسطیني کورنیو کړمې نورې زیاتې کړي چې د دې نه مخکې هم څو ځله بې ځایه شوي دي.

ډوجېرېک وویل پکار ده چې د ملکي خلکو تحفظ وشي او او ضرورتونه یې پوره کړی شي که دوی په ځای پاتې کېږي او که بل ځای ته تګ کوي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام، ډبلیو اېف پی، د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل په غزه ښار کې د شدیدو پوځي عملیاتو په نتیجه کې بشري ضرورتونه زیات شوي او صورتحال غېر یقیني دی.

په اووم اکتوبر په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د وسله والو په حمله کې تر 1200 پورې کسان وژل شوي او 250 نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د یرغمالانو څخه ځینې ازاد کړی شوی دی خو وېل کېږي چې 116 کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دي. په دې شمېره کې د اسرایل پوځ‌ وايي د 42 یرغمالانو مړي هم شامل دي.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي 38200 فلسطینیان په کې وژل شوي دي. په دې شمېره کې دا نه دي وېل شوي چې څومره ملکي خلک او څومره وسله وال دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG