د غزې د روغتیا وزارت او د حماس د مېډیا رپوټونو له مخې اسرایلي ځواکونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د غزې پټۍ په بېلابېلو سیمو کې هوایي او مځکنۍ بمبارۍ کړې او په رفح ښار کې یې له حماس سره جګړه کړې چې وایي لږ تر لږه 60 تنه پکې وژل شوي دي.
ځایي اوسېدونکو ویلي اسرایلي ټېنکونو د رفح په جنوب ختیځه سیمه کې پرمختګ کړی، د ښار لوېدیځې ضلعې ییبنا ته ختلي او په درو ختیځو سیمو کې یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د رفح یو اوسېدونکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، "قبضه ګر [اسرایلي ځواکونه] هڅه کوي نور د لوېدیځ خواته لاړ شي، دوی د ییبنا په څنډه کې دي، چې ګڼ مېشته سیمه ده خو تر اوسه یې لا ورباندې برید نه دی کړی".
دغه تن د چیټ اېپ له لارې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، "موږ د چاودنو ږغونه اورو او وینو له هغو سیمو تور لوګی راپورته کیږي پر کومو سیمو چې پوځ برید کړی. دا یوه بله سخته شپه وه."
د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له کبله په دې میاشت کې په لکونو فلسطینیان یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ شوي او مرستو ته د لاسرسي لارې پرې بندې شوې دي چې د کاختۍ خطر یې زیات کړی دی.
یرغمل شوي په رفح کې
اسرايل وايي په رفح باندې له بريد پرته بله چاره نه لري، ځکه چې وایي غواړي په دې ښار کې د حماس وروستی پناه ځای ختم کړي، چې دوی دعوه کوي د حماس جنګیالي پکې پټ دي.
د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه بیان کې ویلي، "حماس په رفح کې دی، حماس په رفح کې زموږ یرغمل نیولي دي، ځکه زموږ ځواکونه په رفح کې تدبیرونه جوړوي. موږ دا عملیات په هدفي او کره ډول ترسره کوو".
ډېنیل هګاري وایي پوځ یې په رفح کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام کوي چې حماس ترې د ډال په توګه کار وا نه خلي او دوی خلک هڅوي چې په لنډمهاله توګه بشري سیمو ته کډه شي.
هګاري په یوه خبري غونډه کې وویل، اسرایلي ځواکونو تر اوسه په رفح کې شاوخوا 180 وسلوال وژلي دي، "تر اوسه مو د حماس لسګونه د ترهګرۍ سمڅې موندلې او زیاتې اډاڼې مو یې تباه کړې دي".
د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (یو این آر ډبلیو اې) د دوشنبې- ګل تر ورځې پورې اټکل کړی چې د روانې میاشتې له پیله چې اسرایلي ځواکونو رفح ښار محاصره کړی له دې سیمې تر 800,000 زیات خلک بیا کډه شوي دي.
د رپوټونو له مخې اسرایلي ځواکونو په جبالیه سیمه کې هم ځمکني عملیات ګړندي کړي، د عامو خلکو د استوګنې ډېرې سیمې یې تباه کړې دي او بیت حنون ښار ته نیژدې یې بمباري کړې ده.
د حماس رسنۍ وايي په مرکزي غزه کې د دیرالبلاح ښار په ختیځ کې د فلاحي وزارت پر یوه سټور باندې په هوايي برید کې 12 فلسطینیان وژل شوي او په غزه ښار کې د استوګنې پر یوه ودانۍ په هوايي برید کې 10 تنه وژل شوي دي.
د حماس د کورنیو چارو وزارت ویلي، د حماس یو اعلی امنیتي چارواکی ضیاء الدین الشورافه هم په غزه کې د استوګنې سیمو ته د سفر په وخت د اسرایل په هوایي برید کې وژل شوی دی.
د اسرایل پوځ ویلي د چارشنبې- شورو په ورځ یې په جګړه کې درې پوځیان وژل شوي دي، وایي د اکتوبر له 20مې یې په غزه باندې د یرغل له پیل کېدو راهیسې د وژل شویو پوځیانو شمېر 286 ته رسېدلی دی.
Forum