اسرایلي ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې په یو شمېر مختلفو ځایونو هوايي بمباري وکړه او اسرایلي پوځ وویل د ۱۰۰ نه زیات هدفونه يې وېشتلي دي چې په کې د حماس د استعمال دلاندې څمڅې هم شاملې دي.
اسرایلي پوځ په غزه کې د تازه حملو خبره په داسې حال کې کړې چې وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي د حماس خلاف جنګ به پراخوي او د اهدافو ترلاسه کولو بغیر به جګړه نه ودروي.
اسرایلي پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ په بمبارۍ کې په هدف شوي ځایونه حماس په اسرایلي ځواکونو د حملو دپاره استعمالول.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې د اسرایل د تازه عملیاتو نه یوه ورځ مخکې د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل په غزه کې به د حماس خلاف جنګ پراخوي.
نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپل ګوند لېکود پارټۍ غړو ته وویل د حماس خلاف جنګ لا ختم نه دی او په اینده څو ورځو کې به جګړه زیاتوي.
بلخوا، د اسرایل د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حماس خلاف د اسرایل په جنګ به په کال ۲۰۲۴ کې ۱۴ بېلین ډالر خرچه کېږي. د وزارت د اندازې ترمخه، د حماس خلاف جنګ به د فېبرورۍ په میاشت کې هم دوام ولري.
د غزه اوسېدونکو په النصیرت، مغازي او البریج سیمو کې د بمبارۍ او هوايي حملو خبرونه ورکړل.
نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې پارټۍ لېکود غړو ته وویل تر څو حماس باقي پاتې یرغمال کسان نه وي ازاد کړي پکار ده چې په ضد يې پوځي فشار استعمال کړی شي.
نېټن یاهو وویل د حماس خلاف جنګ لا ختم نه دی او په اینده څو ورځو کې به جګړه زیاتوي.
بلخوا، د اسرایل د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حماس خلاف د اسرایل په جنګ به په کال ۲۰۲۴ کې ۱۴ بېلین ډالر خرچه کېږي. د وزارت د اندازې ترمخه، د حماس خلاف جنګ به د فېبرورۍ په میاشت کې هم دوام ولري.
د امریکې وال سټريټ جرنل نومې اخبار کې خپل مضمون کې نېټن یاهو د خپل حکومت دا دریځ تکرار کړو چې حماس به ختموي، غزه نه به غېر پوځي علاقه جوړوي او پکار ده په فلسطيني ټولنه کې انتها پسندي ختمه کړی شي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د دې فلسطیني مسلح ډلې خلاف جنګ شروع کړی دی. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان په اسرایل کې وژل شوي او حماس په حمله کې د ۲۰۰ نه زیات کسان یرغمال کړل. ځیني یرغمال کسان ازاد کړی شوي دي خو وېل کېږي چې ۱۲۹ نور کسان لا اوس هم د حماس په ولکه کې دي.
د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې په غزه کې په پراخه کچه سيمې وېجاړې شوي دي او د غزه د صحت وزارت وايي تر ۲۰۶۰۰ پورې کسان د اسرایل د عملیاتو دلاسه وژل شوي دي.
د جګړې دلاسه د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه خلک بې کوره شوي. اسرایل ملکي کسانو ته د نقصان ذمه واري په حماس پورې کوي، وايي د ډلې وسله والو په رهایشي علاقو کې عام خلکو ترمنځ پټېږي. حماس دا خبره ردوي.
د اسرایل او حماس جنګ ختمولو دپاره مصر د ګل، دوشنبې، په ورځ د سولې یو تجویز وړاندې کړو. د سولې په مجوزه وړاندېز خبر یو مصري چارواکي او یو یورپي سفارتکار وویل په تجویز کې د یرغمالانو په مرحله وار ازادي او د غزه او د وېسټ بېنک د انتظام دپاره د ماهرینو حکومت د جوړولو تجویز شامل دی.
اسرایل او حماس دواړو دغه تجویز ته څه ګرمجوشي نه ده څرګنده کړې خو مسترد کړی يې هم نه دی چې له امله يې د تازه سفارتي کوښښونو شروع کېدو امکان څرګند شوی.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه مصري چارواکي وویل د سولي د مجوزه وړانديز په اړه قطر سره هم صلاح مشوره شوې او اسرایل، حماس، د امریکې او یورپي حکومتونو ته وړاندې کړی شوی دی.
Forum