د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ د جنګ کابینه تحلیل کړه. دا خبره یو اسرایلي چارواکي وکړه. د جنګ د کابېنې نه تېره هفته د حکومت د اتحادي او پخواني جنرل بېني ګېنټز د تګ وروسته توقعو کېدله چې نېټن یاهو به د جنګ کابېنه تحلیل کړي.
ګېنټز د اکتوبر په میاشت کې د نېټن یاهو په حکومت کې شامل شوی و او د جنګ کابېنې د جوړېدو غوښتنه يې کړې وه. د هغه نه بغېر نېټن یاهوجنګي کابینه تحلیل کړه.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایل پوځ په غزه کې د حماس خلاف بمبارۍ کې د ۱۱ ګنټو د وقفې اعلان وکړو چې دا ډول غزه ته زیات انساني امداد ور ورسوول شي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، داسې معلومېده چې د ګل، دوشنبې، په ورځ ځای په ځای د جګړې باوجود د ۱۱ ګنټو دغه عارضي جنګ بندي په ځای وه.
د اسرایل تر ټولو نه لوی ملاتړی هېواد امریکا او د نړیوالې ټولنې ځینې نور غړي غواړي چې اسرایل او حماس د ډزبندۍ معاهده ومني. د سولې په مجوزه معاهده کې د شپږو هفتو د ډز بندۍ، د حماس د ولکې نه د ځینو یرغمالانو او د اسرایل د قېد نه د ځینو فلسطيني قېدیان د ازادۍ او غزه نه د انساني امداد د زیاتېدو وړانديز شوی دی.
خو د ډز بندۍ په اړه د جمود ښکار مذاکراتو کې د پرمختګ څه اثار نه ليدل کېږي.
بلخوا، اسرایلي حکومت اعلان کړی چې د هغه هوټلونو او ګېسټ هاوسونو ته به د اګست د ۱۵ نېټې پورې پېسې ورکوي چې د اسرایل د پولې سره نږدې د جنوبي غزه کډوال په کې مېشته ده.
اسرایل د اتوار، يکشنبې، په ورځ په بمبارۍ کې د عارضي وقفې اعلان د ملګرو ملتونو او د نورو امدادي ادارو سره د خبرو اترو وروسته په داسې حال کې وکړو چې د غزه اوسېدونکو لوی اختر لمانځلو.
ملګرو ملتونو په محدوده کچه د عارضي ډز بندۍ هرکلی وکړو او امید یې څرګند کړو چې اسرایل به د انساني بحران د مخنیوي دياره نور کوټلي ګامونه پورته کړي.
د نېټن یاهو په حکومت کې انتها پسند قوم پرستانو په جنګ کې د وقفې مخالفت وکړو.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ اسرایل د ۱۱ هغه پوځیانو د نومونو اعلان وکړو چې په وروستیو ورځو کې په غزه کې په جنګ کې وژل شوي دي چې ورسره په غزه کې د اسرایلي عسکرو د وژنو شمېره ۳۰۸ ته ورسېده.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. د دې په جواب کې اسرایل په غزه کې د اسرایل خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت ترمخه په جنګ کې تر اوسه ۳۷۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. په غزه کې د وژل شویو کسانو په دې شمېره کې ملکي خلک او وسله وال دواړه شامل دي.
Forum