فلسطیني خبري ادارې وفا د جمعې په ورځ په يو رپورټ کې وویل په مرکزي غزه کې تېره شپه د اسرایل په بمبارۍ کې ۴۷ کسان وژل شوي دي، چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
وفا وویل دا حملې د غزه په دیر البلاح، النصیرت کېمپ او په الزوایده کلي کې شوي دي.
اسرایلي پوځ وویل عسکرو يې په مرکزي غزه کې یو شمېر "مسلح ترهګر" ختم کړل او د شمالي غزه په جبلیه سیمه کې يې په لسګونو" ترهګر" ووژل.
اسرایل په غزه کې د فلسطیني مسلح ډلې حماس خلاف جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې شروع کړی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو چې ځېني اوس هم د حماس په ولکه کې دي.
د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې جنګ دلاسه د ۴۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي او د سیمې زیاتره برخه په کنډر کې بدله شوې ده. اسرایلي چارواکي وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې د زرګونو په شمېره کې وسله وال هم شامل دي.
د غزه د صحت چارواکو ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د غزه په مختلفو علاقو او په خصوصي توګه په شمالي برخه کې د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۴۶ کسان ووژل شوو. د فلسطيني چارواکو په قول په سیمه کې په بمبارۍ کې يو هسپتال هم ولګېدو چې له امله يې د دوایانو اور ولګېدو او عملیات ګډوډ شول.
اسرایلي پوځ وايي حماس د غزه په لاهیا برخه کې کمال عدوان هسپتال د عسکري مقاصدو دپاره استعمالوي او په لسګونو وسله وال په هسپتال کې پټ دي.
حماس او د صحت فلسطيني چارواکي د اسرایل دغه خبره ردوي.
د غزه د صحت وزارت په نړیوالو ادارو غږ وکړو د اسرایل د "بې رحمه قبضې" نه دې هسپتالونه او طبي عمله بچ کړي.
د طبي امداد نړیوالې ادارې اېم اېس اېف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د هسپتال یو ډاکټر، محمد عبید، اسرایلي ځواکونو د تېر خالي په ورځ په حراست کې اخیستی دی. اېم اېس اېف غوښتنه وکړه چې عبید او نورې طبي عملې ته دې تحفظ ورکړی شي.
Forum