لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې درې فلسطینیان وژلي


د اسرایل پوځ وویل فلسطیني وسله والو په نابلس ښار کې د یو موټر نه په اسرایلي عسکرو ډزې وکړې، اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې او وسله وال يې ووژل
د اسرایل پوځ وویل فلسطیني وسله والو په نابلس ښار کې د یو موټر نه په اسرایلي عسکرو ډزې وکړې، اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې او وسله وال يې ووژل

اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې د نهې، سه شنبې، په ورځ درې مسلح فلسطیني وسله وال ووژل.

د اسرایل پوځ وویل فلسطیني وسله والو په نابلس ښار کې د یو موټر نه په اسرایلي عسکرو ډزې وکړې، اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې او وسله وال يې ووژل.

اسرایلي پوځ وویل وسله والو د موټر نه ډرې ټوپکې (رایفلې) ګولۍ او نور پوځي ساز او سامان ترلاسه کړی شو.

په نابلس کې د نهې، سه شنبې، د ورځې پېښه د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد د تازه لرۍ برخه ده چې په کې اسرایلي چاپې، د فلسطیني وسله والو حملې او د فلسطینیانو په کلیو د یهودي ابادکارانو یرغلونه شامل دي.

یادونه: د وي او ای د دې رپورټ معلومات د روېټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG