لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېټلي خارجه وزیر: د طالبانو حکومت کې ترهګر شامل دي


د اېټلي خارجه وزیر لوئیجي ډی مایو
د اېټلي خارجه وزیر لوئیجي ډی مایو

د اېټلي خارجه وزیر لوئیجي ډي مایو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د طالبانو جوړ حکومت، تسلیمدلی (په رسمیت پېژندلی) نشي، خو هغه په بهرنیو حکومتونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د یوې اقتصادي ماتې مخه ونیسي، داسې یوه اقتصادي ماته چې د وجې به یې د کډوالو لویې جوپې راپیدا شي.

اېټلي د جي-۲۰ ډلې کلنۍ مشري په غاړه لري او ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د یو خاص مجلس کوربه هم وي.

د اېټلي خارجه وزیر لوئیجي ډي مایو چې تېره هفته یې په نیویارک کې د جي-۲۰ غړو هېوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې مشري یې کړې وه، د اېټلي سرکاري ټلوېژن (رای-۳) ته یې په خبرو کې ویلي: "د طالبانو د حکومت تسلیم کول ناممکنه خبره ده، ځکه د هغو په وزیرانو کې اوولس (۱۷) ترهګر شامل دي، او هلته د ښځو او جینکو د حقونو پرله پسې خلاف ورزي کیږي."

مګر لوئیجي زیاته کړه چې د دې با وجود هم، افغانانو ته باید هغه مالي مرستې بیا جاري شي کوم چې تېره میاشت واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس منجمد شوي دي.

د اېټلي خارجه وزیر پخپلو خبرو کې دا هم ویلي چې، "طالبان به ډېر ژر د تنخواګانو د ورکولو توان ونلري. واضحه ده چې مونږ ته په کار ده پرېنږدو افغانستان دننه ونړېږي او داسې د کډوالو سېلاب رامات شي چې د قابو کېدو نه وي او ګاونډي ملکونو ته د عدم استحکام سبب وګرځي."

د لوئیجي ډي مایو په وینا، داسې لارې چارې شته چې طالبانو ته د پېسو ورکولو نه بغیر، افغانانو سره مالي امداد یقیني کړی شي. هغه زیاتوي، "مونږ په دې هم اتفاق کړی چې د بشري امداد یوه برخه باید همیش د ښځو او زنانه و په تحفظ باندې ولګول شي."

د خالي/شنبې په ورځ د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف هم په ملګرو ملتونو کې وویل چې په نړېواله کچه د طالبانو تسلیمول یا په رسمیت پېژندل، "په موجوده حال کې د بحث وړ نده". هغه زیاته کړه چې په کابل کې موجوده انتظامیه په دې کې ناکامه شوې چې د افغانستان د معاشرې نسلي، مذهبي او سیاسي اړخونه ټول ځان کې شامل کړي.

نړېوالې برادرۍ په عمومي توګه طالبانو سره نېغ په نېغه سفارتکاري تعلقات ندي پرانېستي، او وایي دې ته به انتظار کول وي چې وکتل شي طالبان د بشري حقونو خیال ساتي او ټولشموله حکومت جوړي او که نه.

چین، روس، او ګاونډي ملک پاکستان په نړېوالو زور اچولی چې د افغانانو د بنیادي بشري ضرورتونو د فوري پوره کېدو دپاره دې کابل سره مرستې وکړي. پاکستان، چین او روس د افغانانو د اثاثو غیرمنجمد کېدو غوښتنه کړې او ویلي چې په افغانستان دې ټول لګېدلې پابندۍ لېرې شي چې د افغانستان د اقتصاد د ړنګېدو مخه ونیول شي. خو دوی هم شرط ټاکلی چې طالبان به هله تسلیم کړی شي چې خپلې وعدې پرځای کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG