لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان "ټوېټر قاتل" ته عدالت د مرګ سزا واوروله


د ټوکیو سره نژدې د ۳۰ کلن تاکاهیرو شیراېشي په اپارټمنټ یا کور کې په سرد خانه کې اېښودل شوي د اتوو ښځو او د یو سړي مړی موندل شوی و. پولیس هغه په کال ۲۰۱۷ کې ګرفتار کړو
د ټوکیو سره نژدې د ۳۰ کلن تاکاهیرو شیراېشي په اپارټمنټ یا کور کې په سرد خانه کې اېښودل شوي د اتوو ښځو او د یو سړي مړی موندل شوی و. پولیس هغه په کال ۲۰۱۷ کې ګرفتار کړو

د جاپان په سرښار ټوکیو کې یو عدالت د نهه کسانو د وژلو په سر هغه تن ته د مرګ سزا واوروله چې وژل شویو کسانو سره یې د ټوېټر دلارې رابطې کړې وې او هم د دې په سبب "ټوېټرقاتل" بلل شوی و.

د ټوکیو سره نژدې د ۳۰ کلن تاکاهیرو شیراېشي په اپارټمنټ یا کور کې په سرد خانه کې اېښودل شوي د اتوو ښځو او د یو سړي مړی موندل شوی و. پولیس هغه په کال ۲۰۱۷ کې ګرفتار کړو.

د تحقیقاتي مامورینو ترمخه شیراېشي به د "هېنګ مېن" یا د تېزندي کوونکي په نامه په ټوېټر د خپل اکاونټ دلارې د هغو کسانو سره رابطې کولې چې د ځان وژنې یا د خودکشۍ رجحان به یې څرګندولو. هغه به بیا دغه کسان خپل اپارټمنټ ته راغوښتل، تېزندۍ به یې کړل او د هغوی بدنونه به یې ټکړې تکړې کړل. وېل کېږي چې هغه به په ښځو جنسي تېری هم کوولو.

عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاوېزاتو کې د هغه د وکیلانو دریځ و چې ټولو وژل شویو کسانو مرګ غوښتلو. د وکیلانو دا هم دریځ و چې شیراېشي په ذهني توګه روغ نه و.

د عدالت جج یا قاضي وویل چې د کومو کسانو ژوندونه چې اخیستل شوي هغوی وژل کېدو ته خپله رضا نه وه څرګنده کړې.

شېرایشي د وړاندې څخه ویلي چې هغه به د سزا خلاف اپیل نه کوي. په جاپان کې د مرګ سزا د سزا شوي تن په تېزندي کوولو عملي کیږي.

جاپان ټایمز چې کله د شېراېشي د لاسه د خلکو د وژل کېدو خبر رپورټ کړو نو خلک یې حېران کړل او د جاپان حکومت او ولس غوښتل چې سوشل میډیا کمپنۍ دې په ذهني توګه پرېشانو خلکو ته نفسیاتي ډاډ کېرنه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG