لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان وریراعظم وايي د کرونا وایرس د خپرېدو له امله به په ځینو سیمو کې بیړنی حال پرځای کړي



په جان هاپکنز کې د کرونا وایرس مرکز وايي، په جاپان کي 3600 څخه زيات کسان په دې ناروغئي اخته شوي او 85 مړه شوي دي, شاو خوا 575 کسان د دې ناروغئي څخه روغ شوي هم دي
په جان هاپکنز کې د کرونا وایرس مرکز وايي، په جاپان کي 3600 څخه زيات کسان په دې ناروغئي اخته شوي او 85 مړه شوي دي, شاو خوا 575 کسان د دې ناروغئي څخه روغ شوي هم دي

د جاپان وزيراعظم شينزو ابي ويلي چي د کرونا وایرس په پيښو کي د زياتوالي په ځواب کي به د هيواد په ځينو برخو کي د 30 ورځو لپاره بيړنی حال اعلان کړي

د وایس آف امريکا انګریزۍ څانګي ترمخه وزيراعظم ابي د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې وژن وينا کي د کرونا وایرس ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ځانګړي‌ کارې ځواک سره د ليدو وروسته دا اعلان وکړو. ابي وويل چي هغه به د نهې، سه شنبې، په ورځ په رسمي توګه په شپږو ځایونو کې بیړنی حال اعلان کړي چې پکې به ټوکيو او د اوساکا مرکزي بندر هم شامل دی

اعلامیه به ځايي چارواکو ته قانوني واک ورکړي چې په خپلو خلکو غږ وکړي چې په کور کې پاتې شي او د ښوونځیو او سوداګرۍ تړلو غوښتنه وکړي. د جاپان اساسی قانون ، چې د مدني آزادیو لپاره خورا ډیر وزن لري ، حکومت ته دا ځواک نه ورکوي چي خپل وګړي قرنطين کړي

وزيراعظم ابی د وبا له امله رامينځته شوي اقتصادي بحرانونو ختمولو لپاره د 990 بلين ډالرو حڅونې بل هم اعلان کړې. د دغې سره سره د کوچني کاروبارونو او کورنيو لپاره هم55 بلين ډالرو د مرستي اعلان کړې.

وزيراعظم ابی د بيړنئي حالت غوښتنه کولو ته آماده نه وو خو داسي څرګنديږي چي د يکشنبې په ورځ په ټوکيو ښار کي 143 نوي پيښو روسته ئي دا ګام اخيستلو ته اراده اوکړه. د جاپان سرښار ټوکيو کي دا په ورځ کي د کرونا وائرس تر ټولو لويه شميره ده چي ورسره د پيښو شمير ئي 1000 ته اورسيدو.

په جان هاپکنز کې د کرونا وایرس مرکز وايي، په جاپان کي 3600 څخه زيات کسان په دې ناروغئي اخته شوي او 85 مړه شوي دي, شاو خوا 575 کسان د دې ناروغئي څخه روغ شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG