لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 د پښتنو په سیمو کې کرکټ ته وده رسول مې مرام دی : افریدی


د پېښور زلمي لوبډلې او زلمي فاونډیشن مشر جاويد افريدي ويلي دي په پاکستان کې یې د پښتنو زلمو په کرکټ لوبه کې د ودې لپاره گڼې منصوبې روانې کړي دي. هغه وویل:

" د پښتنو په سیمو کې کرکټ ته وده رسول مې مرام دی "

جاوید افريدي نن د هېواد د نوي منتخب وزیراعظم عمران خان سره په سر ښار اسلام اباد کې د لیدلو کتلو ورستو وویل په راتلونکو ورځو کې یې د پښتنو زلمیو تر منځ د نوو مقابلو د تابیا سره سره د پېښور په خوا وشا سیمو کې د لوبو د میدانونو جوړولو منصوبې هم جوړې کړي دي.

​ښاغلي افريدي وی او ډیوه ته وویل چې وزیراعظم ورته ډاډ ورکړو چې د لوبو د پرمختگ په کارونو کې به حکومت د مرستو نه په شا کیږي نه.ښاغلی خان په خپله د پاکستان د کرکټ لوبې کپتان وو او دهغه په مشرۍ کې پاکستان د ١٩٩٢ نړیوال کپ گټلې وو.

د پيښور زلمي ویاند لخوا ورکړل شویو مالوماتو له مخه د پاکستان عمران خان د جاوید افریدي لخوا د کرکټ او نوره لوبو د ودی لپاره اخیستل شوي گامونو ستاینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG