لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د جيټ الوتکو بمبارۍ کې د ۵۰ نه زيات جنگيالي وژل شوي


امنيتي سرچينې وايي تېره شپه په عملياتو کې د ازبک جنگيالۍ ډلې پټې ځالي په نخښه کړی شوي دي
امنيتي سرچينې وايي تېره شپه په عملياتو کې د ازبک جنگيالۍ ډلې پټې ځالي په نخښه کړی شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جېټ الوتکو د لارې د جنگيالو په پټو ځالو بمباري کړې ، او د غېرملکيانو په گډون پکې د ۵۰ نه زيات وسله وال جنگيالي وژل شوي دي .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د شمالي وزيرستان په دته خېل او ديگان سيمو کې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې پاکستاني ځواکونو د جيټ الوتکو د لارې د جنگيالو پټې ځالې په نخښه کړي دي ، بيان کې زياته کړی شوی چې دغه عمليات د کره مالوماتو په اساس ترسره کړی شوي دي .
د امنيتي سرچينو ترمخه فضائي عملياتو کې د ۵۰ نه زيات ترهگر وژل شوي ، چې زياتره پکې ازبک جنگيالي شامل دي . سرچيني وايي په عملياتو کې د جنگيالو شپږ مختلف ځايونه په نخښه شوي ، او په غټه کچه د جنگيالو د وسلې ذخيرې تباه کړی شوي دي .
امنيتي سرچينې وايي تېره شپه يي په عملياتو کې يې د هغې ازبک جنگيالۍ ډلې پټې ځالي په نخښه کړي دي ، د کومې ډلې لخوا چې د کراچۍ په هوائي اډه د بريد زمه واري قبول کړی شوې وه .
د ازبک جنگيالود اسلامک مومنټ اف ازبکستان نومې ډلې تېره اوونۍ د کراچۍ په هوائي اډه باندې د ترسره شوي بريد پړه په غاړه اخېستې وه . او په دغې بريد کې د امنيتي ځواکونو د اهلکارو او د ائيرپورټ د نورو کارمندانو په گډون د ۱۰ حمله کوؤنکو سره د ۳۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .
ځيني راپورونه وايي په دغو عملياتو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي ، خو سيمي ته د ميډيا د نه رسد له کبله د وژنو کره شمېره نه ده مالومه شوې .
څلور ورځې وړاندې شمالي وزيرستان کې د امريکې بې پائيلټه ډرون دوه بريدونه شوي وو ، او په هغې کې ۱۶ جنگيالي وژل شوي وو . په دغو بريدونو کې هم د څلور ازبکو او دوه پنجابي طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه .
او تېره اوونۍ د خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې د جيټ الوتکو د لارې په فضائي بمبارۍ کې د ۲۵ وسله والو جنگيالو د وژل کېدو ادعا هم شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG