لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځايي اوسېدونکو افغانستان سره د جنوبي وزیرستان د انګوره اډې په لار احتجاج ختم کړو


انګور اډه احتجاج
انګور اډه احتجاج

افغانستان سره د کوز وزیرستان د انګور اډې په لار د ځايي اوسېدونکو درې ورځنی احتجاج ختم شو او د احتجاج کونکو او د حکومت ترمنځ د مذاکراتي جرګي یو مشر وویل حکومت د ځايي خلکو دا غوښتنې ومنلې چې د سيمې خلکو ته به په پوله د تګ راتګ په اړه دوی د غوښتنو سره سم سهولتونه ورکوي.

ملک محمد جمیل په یو وډیو پېغام کې چې د خبریالانو سره شریک کړی شوی و، وویل د حکومتي چارواکو سره مذاکراتو کې مامورینو د احتجاج کونکو غوښتنې ومنلې.

هغه وویل د پولې دواړو خواو ته مېشته ځايي خلک به په شناختي کارډونو د انګور اډې په لار تګ راتګ کولی شي او د دوی غوښتنې سره سم به نور سفري اسانتیاوې هم ورکړی شي.

حکومتي چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په انګور اډه کې د احتجاج د ختمولو دپاره د مذاکراتو د کامیابېدو تصدیق کړی دی.

د دې نه مخکې د احتجاج کوونکو يو مشر ملک فرمان الله ویلي وو چې دوی د واڼه سب ډویژن اسسټنټ کمشنر او د پولیسو مشر [ډي پي او] عتیق الله سره خبرې شوي دي.

په انګور اډه د سفري سهولتونو دپاره مقامي خلکو احتجاج شروع کړی و سرحدي لار يې بنده کړې وه.

د پښتون ژغورنط غورځنګ، پي ټي اېم، وېنا چې امنیتي ځواکونو د انګور اډې په احتجاج کونکو ډزې کړي دي او وېل کېدل چې شپږ کسان زخمیان شوي دي خو پوځ د ډزو تصدیق نه وکړی.

ملک فرمان الله ویلي حکومتي جرګې ته یې ویلي چې اول دې دوی ته د تیرې پېښې ځواب وویل شي چې ولې په پرامنه لاريون کوونکو ډزې شوې، چې پکې کسان ژوبل شوي دي.

تیره ورځ د انتظامیې چارواکو ویلي وو په ډزو کې چاته زیان نه دی اوښتی خو د ډزو وروسته جوړ شوي الغاو تلغاو کې یو کس ټپي شوی او هغه تن امنتي ځواکونو درملنې د پاره پېښور کې پوځي روغتون ته وړی دی.

د ملک فرمان په خبره جرګې ورته د حکومت لخوا 18 نکاته يوه اعلامیه راوړې چې په هغې کې د دوی د ټولو غوښتنو منلو ویل شوي خو زیاته يې کړه په هغې کې په یوه نکته کې ویل شوي چې څوک بیا احتجاج کوي هغه به 50 لکه روپۍ جرمانه کیږي.

هغه ویلي احتجاج د دوی اییني حق دی او او دا نکته دوی ته د منلو وړ نه ده او جرګه بیا بیرته حکومت خوا ته ورغلې چې له هغه نه بیا څه ځواب ویل کیږي.

احتجاج ته د وینا پرمهال د احتجاج بل ګډوال او د معزورانو د اتحادیې مشر دین محمد ویلي انګور اډه د دوی د معاش يواځینۍ سرچینه ده او دا حق د دوی نه تروړل کیږي .

هغه ویلي په علاقه کې خلک د لوږې سره مخ دي او زنانه یې په خېر غوښتو مجبورې شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر نور زمان ویلي تر څو چې احتجاج روان وي دوی به یې ملاتړ کوي.

د پاکستان پیپلز ګوند خایي مشر عمران مخلص ویلي دوی غنم د پنجاب نه رواړي بیا وایي چې صوبه بندي ده د خپل معاش دپاره په انګور اډه د افغانستان سره کاروبار کوي بیا وایي چې ملک ته خطره ده.

هغه وویل چې بیا د افغانستان نه چې د کویلې ډک ټرکونه راوړول کیږي بیا هیڅ مسله نه وي او زیاته يې کړه چې دا پابندۍ وي بیا د علاقې خلک ماران نه دي چې خاورې وخوري.

د پي ټي ایم فعال رحمت شاه مسید ویلي ویل کیږي ریاست مور وي خو دغلته دا مور د ماشومانو نه خپل وسایل اخلي هغه ویلي دا څه رنګه مور ده چې ماشومانو ته خپل حق نه ورکوي.

احتجاج کونکي وایي که عوښتنې یې نه منل کیږي دا احتجاجي پرلت به روان وي او تیره ورځ په قامي پارلیمان کې په دې اړه د ملي جمهوری ګوند مشر محسن داوړ خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG