لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ ملاتړی د ريپلکن ګوند مایک جانسن بیا د استازو د ایوان سپیکر وټاکل شو

د ریبپلکن ګوند غړی مایک جانسن د جمعې په ورځ د 119م امریکایي کانګریس د لومړۍ غونډې په ترڅ کې په ډېر لږ اکثریت سره د کانګریس سپیکر وټاکل شو. د هغه ملاتړ منتخب صدر ډونلډ ټرمپ کاوه.

هغه مخکې په تېر کانګریس کې هم د سپیکر په توګه ټاکل شوی و او اوس په دې څوکۍ د دویم ځل لپاره بریالی شو.

د جمعې په ورځ د رایې ورکولو پر مهال، جانسن د سختې سیالۍ سره مخ و، ځکه چې د هغه خپل ګوند ځینې غړي د رایې ورکولو لپاره چمتو نه وو. د دې یو دلیل دا و چې تېره میاشت د حکومت بندېدو خطر له منځه وړلو لپاره هغه له ډیموکریټس سره د قانون جوړونې په برخه کې همکاري کړې وه.

په 435 کسیزه ایوان کې د ریپبلکنز غړي 219 او د ډیموکریټس 215 دي.

کله چې رایې ورکول پیل شول، ټولو 215 ډیموکریټانو د خپل نوماند حکیم جیفریز په ملاتړ رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د ریپبلکنز درېوو غړو د جانسن لپاره د رایې ورکولو څخه انکار وکړ. په دې کې د دوو غړو ناخوښۍ ختمې شوې، چې په پایله کې مایک جانسن دویم ځل د سپیکر څوکۍ وګټله.

په سینیټ کې هم ریپبلکنز د 47 په مقابل کې 53 رایو سره برلاسی دي. په دې ایوان کې د قانون منظورۍ لپاره د 100 څخه 60 رایې اړینې دي.

د جانسن د سپیکر په توګه ټاکنه ځکه هم مهمه وه چې د جنورۍ په شپږمه، کانګریس باید د صدر په توګه د ټرمپ بریا تایید کړي، او د سپیکر د نشتوالي له امله بحران رامنځته کېدای شو.

د رایې ورکولو د بریا وروسته، مایک جانسن خپلو همکارانو د لاسونو په پړقا یا چکچکو کې خپلې څوکۍ ته بوتللو او جانسن غړو ته مننه وکړه.

د سپیکر په توګه په ایوان باندې واک لرل نه یوازې د هغه د خپلې بقا لپاره اړین دي بلکې د ټرمپ د ټیکس کمولو او د پراخې کچې د ملک بدرۍ د لویې ایجنډې د بشپړولو لپاره هم مهم دي.

د جمعې په سهار ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په خپل پوسټ کې د جانسن لپاره د بریا هیله څرګنده کړې وه او لیکلي یې وؤ چې هغه 100 فیصده ملاتړ ترلاسه کولو ته ډېر نژدې دی.

که جانسن ناکام شوی وای، نو دا به د ټرمپ لپاره بله لویه رسوایي وه، ځکه چې مخکې په ډسمبر کې هم هغه له ورته وضعیت سره مخ شوی و، کله چې ریپبلکنز د هغه د حکومت د پور اخیستو د حد د معطلولو غوښتنه رد کړه. دې کړنې داسې تاثر ورکړی و چې د ریپبلکنز په ګوند کې د ټرمپ اثر کم شوی دی.

د جمعې په ورځ د سپیکر لپاره د رایې ورکولو یو مهم اړخ دا و چې پخوانۍ ډیموکریټک سپیکر نینسي پیلوسي، چې اوس 84 کلنه ده او وروستۍ موده کې یې د پوښتۍ هډوکی مات شوی و، د ډیموکریټک نوماند حکیم جیفریز ته د رایې ورکولو لپاره ایوان ته راغله.

د کانګریس ریپبلکن غړي به د شنبې په ورځ د خبرو لپاره په واشنګټن کې سره راټول شي، او د هغوی مشران به د یکشنبې په ورځ بیا په بالټیمور کې سره وویني.

ریپبلکنز د ورځنیو چارو لپاره چې کوم نوي بزنس رولونه وړاندې کوي، هغه لانجمن ګڼل کېږي، ځکه چې په دې کې دا ماده شامله ده چې یوازې ریپبلکنز به د سپیکر د لرې کولو لپاره رایه ورکولی شي.

ډیموکریټس وايي چې د دې په پایله کې به جانسن ټول ایوان ته د ځواب ویلو په ځای یوازې خپل ګوند ته حساب ورکوونکی وي، په داسې حال کې چې په تېر کانګریس کې هر غړی کولی شول چې د سپیکر د لرې کولو لپاره تحریک وړاندې کړي.

(د دې راپور لپاره معلومات له رویټرز، ای پي، او ای ایف پي څخه اخیستل شوي دي.)

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG